1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د کريسمس فوټبال لوبه وسوه

دويچه ويله۱۳۹۳ دی ۴, پنجشنبه

په ۱۹۱۴م کال په فلانډرن کي د کريسمس په شپه عسکرو خپلي وسلې پر مځکه کښېښوولې او يو له بل سره يې د فوټبال لوبه وکړه. آلماني او بريتانوي عسکرو په کابل کي د دغي ورځي سلم ياد تازه کړ.

https://p.dw.com/p/1E9w0
انځور: REUTERS/Omar Sobhani

بريتانوي او آلماني عسکرو په کابل کي د کريسمس په شپه د ايساف په مرکز کي د فوټبال يوه لوبه وکړه. دا په داسي حال کي چي يوازي پوځيانو د دغي لوبي نندارچيان ول. دغي لوبي يو تاريخي شاليد درلود.

سږ کال د کريسمس په شپه د ۱۹۱۴م کال د لومړۍ نړيوالي جګړې د يوې پيښي ۱۰۰ کاله پوره سول. لس کاله دمخه د کريسمس په شپه آلماني، فرانسوي او بريتانوي عسکرو خپلې وسلې په خپلو مورچلونو کي پرېښولې او څو ساعته يې يو له بل سره فوټبال وکړ.

د لومړۍ نړيوالي جگړې پر مهال په فلانډرن سیمه کي رامنځ ته سوي دغې پيښي ته د تاريخ په کتابو کي د «کريسمس د سولي» او يا د «کريسمس د غېرعادي پيښي» خطاب سوی دی.

د ملي سرود پر ځای د «آرامي شپې» سندره

د کابل د فوټبال لوبي تر پيل دمخه د بريتانيې او آلمان ملي سرودونه ونه ږغول سول. بلکي د دواړو هيوادونو عسکرو د «آرامي شپې» په نوم د کريسمس يوه مشهوره سندره په شپېلکيانو سره زمزمه کړه.

په کابل کي د فوټبال لوبغاړو د فوټبال د لوبغاړو په شان کالي نه، بلکي پخپل پوځي يونيفورم کي ول؛ او پوځي موزې يې په پښو وې.

د دغې لوبي په جريان کي يوه امريکايي «بلېک هاک» ډوله څرخي الوتکه بايد په دغه ميدان کي کښته سوې وای. همدا وو چي د فوټبال روانه لوبه ودرول سوه او څرخي الوتکه په ميدان کي راکښته سوه.

د فوټبال دغه لوبه د څرخي الوتکو په ناستيځ کي روانه وه. په عمومي توګه امريکايي عسکر په دغه ميدان کي د بېسبال او امريکايي فوټبال لوبي کوي. په دغه ډګر کي د لوبي تر پېلولو دمخه لا عسکر په دې پوه وي چي د څرخي الوتکو د ناستي پر وخت به يې په لوبه کي تفريح وي.

هغه امريکايي څرخي الوتکه چي په دغه ډګر کي راکښته سوه، امريکايي سناتور جان مکېن پکښي سپور وو. هغه د په افغانستان کي خپلو عسکرو ته د کريسمس د مبارکۍ له پاره راغلی وو.

پخوانی دښمن او ننی ملګری

په دغه لوبه کي بريتانوي او آلماني عسکر د کالو په تړاو يو تفاهم ته رسيدلي ول. هغه دا چي لوبغاړي به د لوبي په سر کي عسکري يونيفورم او په دوهمه برخه کي به يې د فوټبال د لوبغاړو سپورتي کالي اغوندي.

دا چي آلماني او بريتانوي عسکرو د لوبي په نيمايي کي لا ولي پوځي يونيفورم اغوستی وو، آلماني پوځي ډګروال فرانک ګرېفه، يې په هکله وويل: «په ۱۹۱۴م کال کي چي کله د عسکرو تر منځ لوبه وسوه، نو هغوی هم پوځي نونيفورمونه اغوستي ول.» آلماني ډګروال زياته کړه چي هغه وخت آلمان او بريتانيا دښمنان ول خو اوس ټينګ ملګري دي.

دغه لوبه چي د آلماني او بريتانوي هوايي ځواک د عسکرو تر منځ تر سره سوه بريتانويانو درې صفر دغه لوبه وګټله.

د بريتانويانو او آلمانيانو تر منځ د کريسمس په ترڅ کي د فوټبال دغه ځانګړې لوبه په داسي حال کي کيږي، چي په افغانستان کي لا سوله نه ده راغلې.

په ۱۹۱۴م کال کي د دښمنو اړخونو ترمنځ څو ساعته فوټبال
په ۱۹۱۴م کال کي د دښمنو اړخونو ترمنځ څو ساعته فوټبالانځور: REUTERS/Phil Noble
بريتانوي عسکر
بريتانوي عسکرانځور: REUTERS/Omar Sobhani