1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د کتابونو د خرڅلاو بازار سوړ سوی

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ مرداد ۱۰, پنجشنبه

انترنت ته د افغانانو پراخ لاسرسي په دغه هیواد کې پر کتاب پلورلو بازار باندي ناوړه اغیزه کړې ده. کتاب پلورونکي وايي چې کتابونه د هر کال په تیریدو سره لا ارزانه کيږي. اوس په انترنيت کي کتابونه ارزانه تر لاسه کېدای شي.

https://p.dw.com/p/19IKP
An afghan man works with printing machine in Kabul, Printing is a new industry in Afghanistan but it has not developed Properly. Kabul, Afghanistan,19.09.2012.Photo: (Abbas Boromand – DW)
Afghanistan - Druckerei in Kabulانځور: DW

نصیر د کابل ښار په شیرجوی سیمه کې کتاب پلورنځی لري. هغه په ګرمه هوا کې د پیریدونکو په تمه دی. دغه ځوان پلورونکی وایي چې په وروستیو کلونو کې یې خپل ډیر پیریدونکي له لاسه ورکړي دي.

د نصیر په کتاب پلورنځی کې پر کتابونو باندي خاوري او ګرد پروت دی. لمر هم د ډیرو کتابونو د پوښو رنګ اړولی دی. که د کابل په شیرجوی سیمه کې د نورو کتاب پلورنځيو وضعیت تر دې خراب نه وي نو ښه خو په هيڅ صورت نه دی. دغه سیمه په کابل کې د کتاب پلورونکو اصلي مرکز بلل کیږي. نصیر وایي: «موږ په خپلو غرفو کي په ژمي کي له واورو او بارانونو څخه په تکليف یو او په اوړي کې بیا له خاورو او دوړو څخه.»

اوس پوښتنه دا ده چې د کابل د کتابونو بازار ولې په دې وروستیو وختونو کې دومره بې مزې شو.

کتال نژند په دې اند دی چې انترنت خپلو کاروونکو ته ډیر او ارزانه کتابونه برابوروي، ځکه نو ډیر کسان کتابونو رانیولو ته زړه نه ښه کوي. هغه وایي: «ميدان ته د انترنت په راوتلو سره د کتابونو خرڅلاو کم شوی دی. پخوا به خلکو خپلې ستونزي د کتاب په مرسته حلولوې اوس هغوی انترنت ته مراجعه کوي.»

نژند وایي چې د طالبانو رژیم تر ړنګیدو وروسته، په لومړیو کلونو کې ډیرو کسانو کتابونه رانیول، خو اوس یې مارکیټ له رکود سره مخامخ کړی دی.

«کتابونه مو ستونزې نه شي حلولای»

په همدې حال کې یو شمیر زده کوونکي او محصلین وايي چې د کابل په کتابخانو کې پیدا کیدونکو کتابونه د هغوی ستونزي نه شي حلولای. د کابل پوهنتون د کمپیوتر سیانس پوهنځی محصل محمد، وایي چې په دغو پلورنځایونو کې خرڅلاو ته وړاندي کیدونکي کتابونه څو کاله مخکې چاپ شوي دي نو له دې کبله د هغوی اوسنۍ ستونزي نه شي حلولای.

محمد وايي: «د افغانستان هر کتابتون ته چې ولاړ شو هماغه زاړه کتابونه خرڅلاو ته وړاندي کیږي. موږ د خپلو ستونزو د حلولو له پاره له انترنت څخه کار اخلو. هغه معلومات چې په انترنت کې په وړیا ډول وړاندي کیږي، کله ښه کیفیت نه لري، خو موږ کولای شو ډیر نوي او محتوا لرونکي کتابونه په دیجیتال بڼه د انترنت له لاري رانیسو.»

د محمد په خبره هغه د انترنت له لارې په لږو پېسو ډیر کتابونه رانیسي او بیا یې آن له خپلو ملګرو سره شریکوي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر نور محصلین بیا وایي چې انترنتي معلومات ډیر وخت په اسانۍ سره ترلاسه کیدای شي خو د هغوی په خبره دقیق او معتبر نه وي.