1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کي د يوه مسجد مخي ته چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۶ مهر ۷, جمعه

يوه ځانمرگي بريد کوونکي د کابل په قلعه فتح الله سيمه کي د شعيه گانو د مسجد مخي ته ځان چولی. چارواکو د پنځو کسانو د مرگ او تر ۲۰ زیاتو ټپيانو خبره کوي.

https://p.dw.com/p/2kyNi
Afghanistan Anschlag auf eine Moschee
انځور: Reuters/O. Sobhani

د کابل د جنايي پوليسو رئيس جنرال ساليم الماس د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي يوه چوپان چي څو پسونه هم ورسره ول د حسينيه مسجد مخي ته ځان چولی دئ.

دغه چاودنه د قلعه فتح الله پر ۷سړک هغه مهال سوې ده چي د جمعې تر لمانځه وروسته خلک له دغه مسجد څخه د وتلو په حال کي ول.

د يوه روغتون چارواکو ويلي دي چي په دغه پيښه کي څلور کسان وژل سوي او ۲۰ نور ټپيان سوي دي، خو د کورنيو چارو وزرات وياند نجيب الله دانش بيا ويلي دي چي پنځه کسان وژل سوي او ۲۰ نور ټپيان سوي دي. هغه ويلي دي چي دغه کسان چي ښځي او ماشومان هم پکښې دي، ټول ملکيان دي.

د دغه بريد پړه تر اوسه پوري کومي ډلي پرغاړه اخيستې نه ده، خو په تيرو وختونو کي د دغه شان پښو مسئوليت وسله والو طالبانو يا داعش پر غاړه اخيستی.

يوه عيني شاهد ميرحسين ناصري ويلي دي چي يرغلگر د چوپان په بڼه خپل ځان دغي سيمي ته رسولی وو.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي «تروريستان چي خپلو موخو ته د رسېدو له پاره بله هيڅ لار نه لري، ملکي او مقدس ځايونه په نخښه کوي.»

په دغه اعلاميه کي راغلي دي: «زموږ مسلمان وگړي به له خپلو امنيتي ځواکونو سره په همږغۍ د عاشورا مراسم سږکال تر نورو کلونو هم ښه ولمانځي او يوه کوچني اکثريت ته چي دين ئې يرغمل کړی دی، هيڅکله تسليم نه سي.»