په کابل کي د ولسي جرګې د یوه استازې پر موټر بريد
۱۳۹۵ دی ۸, چهارشنبهد افغانستان یوه امنیتي چارواکي د جرمني «ډي.پي.ای» خبري آژانس ته ویلي دي چې د پلازمېني کابل په لویدیځ کې د چهارشنبې ورځې د برید هدف د افغانستان په ولسي جرګه کې د بامیان ولایت د خلکو استازی فکوري بهشتي، وو.
د دغه چارواکي په خبره کله چې چاودنه رامنځته شوه په خپله فکوري په موټر کې نه، بلکې زوی یې وو چې هغه ټپي شوی دی. په کابل کې د پولیسو یوه افسر صادق مرادي، تائیده کړې ده چې په دې برید کې درې تنه ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش، اسوشېتد پریس ته ویلي دي چي یو بم تر پلچک لاندي ځای پر ځای شوی وو چې د موټر د تیریدو پر مهال وچاودید. هغه تائید کړه چې د دغې حملې هدف ممکن د افغانستان د پارلمان استازی فکوري بهشتي وو.
په خپاره شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې موټر ویجاړ شوی او هندارې یې ماتې شوې دي.
تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستې. د تیرې پنجشنبې په ورځ طالب جنګیالیو په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازي پر کور (البته هغه هم په پلازمېنه کابل کې) برید وکړ او اته تنه یې ووژل، خو نوموړی استازی له بريد روغ ووت.