1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د ناټو درې تنه عسکر وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۶, جمعه

په کابل کي د بهرنيو ځواکونو پر پوځي کاروان باندي په ځانمرګي بريد کي درې تنه بهرني عسکر وژل سوي دي. په افغانستان کي مېشتو ځواکونو د خپلو درو تنو سرتيرو د وژل کېدو خبر تاييد کړی دی.

https://p.dw.com/p/1AhT1
انځور: Reuters/Omar Sobhani

په افغانستا مېشتو بهرنيو ځواکونو د جمعې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۷) تر غرمې وروسته ويلي دي چي د کابل په ختيځ کي يې د پوځي موټرو پر کاروان باندي په ځانمرګي بريد کي درې تنه عسکر وژل سوي دي، خو دا چي دغه عسکر د کوم هيواد دي په دې اړه يې څه ويلي نه دي.

د افغان امنيتي چارواکو په خبره بريد د کابل جلال آباد پر لاره باندي ګمرک ته نژدې د ايساف ځواکونو د موټرو پر کاروان باندي تر سره سوی دی. د کابل د پوليسو يوه وياند ويلي دي چي ځانمرګي بريد کوونکي د اياسف د موټرو کاروان ته نژدې خپل د چاودېدونکو موادو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده.

تر دې دمخه د کابل امنیتي چارواکو په پيښه کي د تلفاتو په اړه بې خبري ښوولې وه. تر اوسه پوري د ملکي وګړو د قرباني په اړه څه نه دي ويل سوي. د کابل- جلال آباد پر لويه لار باندي د ورځي په زرونو انسانانو تګ راتګ کوي.

د پيښي پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. د دغي ډلي يوه وياند ‌ذبيح الله مجاهد په سيمه کي رسنيو ته ويلي دي چي بريد د دوی د انډيوالانو له خوا د يوه موټر په مرسته تر سره سوی دی. هغه زياته کړې ده چي په دغه بريد کي يې «ډېر بهرني عسکر وژلي او موټرونه يې ور ويجاړ کړي دي.»

دا په داسي حال کي ده چي د چهارشنبې په ورځ په کابل کي د امريکا سفارت په انګړ کي دوه توغندي ولګېدل چي د هغه پيښي مسووليت هم وسله والو طالبانو پر غاړه واخيست.

پر کابل باندي د دغو بريدونو په ترسره کېدو سره يو وار بيا هغي پوښتي راپورته کیږي چي افغان امنيتي ځواک د دې جوګه نه دی چي د خپل هيواد امنيتي مسووليت ته په يوازي سره اوږه ورکړي.

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري له افغانستان څخه ټول بهرنی ځواکونه ووځي او افغان امنيتي ځواک له ټولو چيلينجو سره په يوازي سره مبارزه وکړي.

د افغان ځواکونو د وړتيا په برخه کي اندېښنو ته په کتو سره ناټو پتېيلې ده چي په ۲۰۱۵ کال کي په افغانستان کي يو بل روزنيز ماموريت پيل کړي.

د دغه ماموريت موخه د افغان امنيتي ځواک تجهيز او روزنه ښوول سوې ده. خو دغه ماموريت هم د واشنګټن او کابل ترمنځ په هغه دوه اړخيز تړون پوري تړلی دی چي افغان ولسمشر حامد کرزی يې نه غواړي لاسليک کړي.

د کابل او واشنګټن تر منځ تړون په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي. امريکا غواړي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي يوه شمېر سرتيري له تروريزم سره د مبارزي په برخه کي پريږدي.