1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کي د بريد تلفات ۲۰ ته رسېدلي

۱۳۹۸ مرداد ۷, دوشنبه

په کابل کي د امرالله صالح پر دفتر د يکشنبې په ورځ بريد کي ۲۰ کسان وژل سوي او ۵۰ نور ټپيان سوي دي. پخپله صالح هم سربيرن ټپي سوی دی.

https://p.dw.com/p/3MsHe
Afghanistan Anschlag auf Gästehaus von Amrullah Saleh in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ويلي دي چي په وژل سوو کسانو کي څلور پوليس او څلور بريد کوونکي هم شامل دي.

تيره ورځ د افغانستان د روغتيا وزارت يوازي د دوو کسانو د وژل کېدو خبره کړې وه.

د يکشنبې په ورځ، ولسمشرۍ ته د انتخاباتي کمپاين د پيل په ورځ يو موټر بم د «زرغون خوځښت» دفتر ته څرمه چي مشري يې امرالله صالح کوي وچاوېد او وروسته وسله وال دغي پنځه پوړيزي ودانۍ ته ننوتل. امنيتي چاروکو ويلي دي چي په ودانۍ کي له وسله والو سره جگړې ۶ ساعته دوام وکړ.

د دغه بريد مسئوليت تر اوسه پوري هيچا پر غاړه نه دی اخيستی.

د امنيتي چارواکو په خبره له هغي ودانۍ څخه چي بريد پرې سوی دی ۱۵۰ کسان ژغورل سوي دي.

په ژغورل سوو کسانو کي پخپله صالح هم شامل دی چي د بريد پرمهال په ودانۍ کي وو. په انځورونو کي ښوول کيږي چي صالح پر لاس ټپي سوی دی.

(N.Z/S.N(dpa,AFP