1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل باندي د شمالي ټلوالي د ورننوتو شپږ کاله پوره سوه.

۱۳۸۶ آبان ۲۶, شنبه

په دې اړه دافغانستان د ژورنالستانو د دفا د ټولني له مشر ښاغلي رحيم الله سمندر سره مرکه.

https://p.dw.com/p/DMp3
سمندر: د افغانستان د ستونزي د نه حل کيدو يو لوی لامل هم دغه د متحدي جبهې په کابل ننوتل وه
سمندر: د افغانستان د ستونزي د نه حل کيدو يو لوی لامل هم دغه د متحدي جبهې په کابل ننوتل وهانځور: AP

دويچه ويلي: ښاغلی سمندرله نن څخه شپږ کاله دمخه په همدې ورځ ملي متحده جبهه مشهور په شمالي ټلواله په کابل ورننوتل، داسي ويل کېده چي دا وار به نو هرڅه سم وي او ډير کارونه به تر سره سي، ستاسو په نظر په تيرو شپږو کالو کي لکه څنګه چي د خلکو تمه وه هغه سي يو څه تر سره سوي.

سمندر: په تيرو شپږو کلوکي بايد په افغانستان کي ډير تغير راغلی وای ډير کارونه بايد سوي وای نيظام سم جوړ وای دغه ديموکراتيکه پروسه چي په افغانستان کي روانه ده دا بايد کاميابه وای د خلکو په ژوند کي بايد ډير بدلونونه راغلي وای،خو له ده مرغه دغسي کار نه دی سوي خلګ ورځ په ورځ د اوسني دولت څخه ناهيلي کيږي. تر اوسه پوري هغه د توپک حکومت دی، د افغانستان ډيري سيمي د دولت په واک کي نه دي امنتي ستونزه ډيره غټه ستونزه ده چي تر اوسه پوري د افغانستان په هيڅ ځای کي حل سوې نه ده.

دويچه ويلي: هغه وخت د پردې تر شا داسي موافقه سوي وه چي ملي متحده جبهه به په کابل نه ورننوزي خو بيا هم ورننوته او تر يو شمېر مهمو وزارتونو يي لاس ويستی.

سمندر: د افغانستان د ستونزي د نه حل کيدو يو لوی لامل هم دغه د متحدي جبهې په کابل ننوتل وه، يو طرفه ننوتل په کابل او د ټولو ځايونو کنترول په اختيارکي اخستل، تاسي وګوری چي د حزب اسلامي ډله هروخت د باندي پاته نو کله ستونزه حل کېدای سي. او شمالي ټلواله په کابل کي پر هرشي حاکم دی هيڅ کله يي ولسمشراو پارلمان ته سم نظر نه دی ورکړی.

دويچه ويلي: ستاسو په نظر په افغانستان کي هغه کارونه او پرمختګونه چي سوي هغه څه دي تاسويي يادونه کولای سي.

سمندر: په افغانستان کي لکه څنګه چي ښايي هغسي کار نه دی سوی، خلک وايي چي په افغانستان کي اوس د بيان آزادي ده کومه آزادي کله چي موږ غواړو د يو توپکوال په اړه يو څه وليکو نو له ډيرو ستونزوسره څه چي ليکلای يي نه سو، موږ د ډيرو رهبرانو په اړه څه نه سو ويلای. د اولسمشر چي ډير زور يي ورسېږي نو يو زورور والي د ولايت څخه مرکز ته را غواړي او نوره هم لوړه چوکۍ ورکړي. زما په نظر په افغانستان کي په تيرو شپږو کالو کي هيڅ لاسته راوړني نسته.

دويچه ويلي: تاسو د لوي جرګې رابلل د اساسي قانون جوړېدل د اولسمشر انتخابول دا لاسته راوړني نه بولی.

سمندر: دا سمه ده دا نمايشي شيان دي ټوله نړۍ دې ته کاميابي وايي بوش چي هر ځای ودريږي ددې څخه يادونه کوي زموږ اولسمشر يي هم يادوي او د افغانستان ټول ملاتړ کونکي يي يادوي، زما په نظر په د ننه کي هيڅ تغير نه دي راغلي تاسو وګوري په شپږ کالو دولت او نړيوالو ملاتړو يي ونسوای کړاي چي امنيت راولي او تر هغه اول دوو کلونو اوس ورځ په ورځ خرابېږي.

د دولت مخالفين د کابل په څو کيلومترۍ کي پراته دي، څه ته موږ لاسته راوړني ووايو هغه توپکيان دي هر ځای دوي قدرت لري په وزارتونو کي په شوراکي په ولايتونوکي په ولسواليو کي هرځای دوي دي. نو دا ټول داښي چي دا شپږ کاله هيڅ نه دي سوي خلک ټول ناهيلي دي او ورځ تر بلي له دولت څخه واټن نيسي.