1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کابل او کندهار کې د بریدونو مخه ونیول شوه»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۱۳, یکشنبه

د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي چې پر پارلمان، مالیې وزارت، سرینا هوټل او د ملي امنیت پر یوه دفتر باندې د سترو ځانمرګو او تهاجمي بریدونو مخه یې نیولې. په دې تړاو یوه اووه کسیزه ډله نیول شوې ده.

https://p.dw.com/p/19Jav
انځور: picture-alliance/dpa

د ملي امنیت د ادارې په وینا که چیرې د دغو بریدونو مخه نه وای نیول شوی، نو په کابل کې به خونړي بریدونه تر سره شوي ول.

د ملي امنیت د مقاماتو د وینا له مخې یوه اووه کسیزه ډله چې د حقاني له شبکې سره تړاو لري او د کابل په چهل ستون سیمه کې ځای پر ځای کړل شوې وه، د اسد میاشتې په یوولسمه نېټه د ملي امنیت د مامورینو له لوري ونیول شوه.

ملي امنیت وایي چې د ځانمرګي برید کوونکو دغه ډله له پاکستان څخه خوست ته راغلې وه او د لوګر له لارې یې ځانونه کابل ته رسولي دي. د ملي امنیت د ویاند په وینا د عملیاتو پر مهال دغه ډلې مقاومت وکړ چې په ترڅ کې یې د هغوی دوه تنه ټپیان شوي هم دي.

د ملي امنیت اداره وایي چې دغه ډله په سپکو وسلو، چاودیدونکو توکو او مهماتو باندې سنبال وه او غوښتل یې چې د چهل ستون له ناحیې پر دولتي تاسیساتو باندې بریدونه وکړي.

د ملي امنیت ادارې ویاند شفیق الله طاهري د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست څلورمه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «نیول شوو کسانو پر خپل جرم باندې اعتراف کړی دی چې نظامي او تروریستي روزنې یې د ټل او میرانشاه په سیمو کې له پاکستاني استادانو کړي دي.»

د ملي امنیت اداره وړاندې وایي چې یوه بله لس کسیزه ډله چې غوښتل یې د کندهار په هوایي ډګر برید تر سره کړي، د ملي امنیت د مامورینو له لورې نیول شوې ده. ښاغلي طاهري وویل چې د کندهار برید د ملا کاتب چې په ملا مسافر باندې مشهور دی او ملا عیسی چې د کوټې د شوری غړی دی، له لوري پلان شوی وو. هغه زیاته کړه: «له نیکه مرغه اسلامي او انساني ضد پلان یې مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسیږي، د ملي امنیت د موظفینو له لوري وپیژندل شو او ټول کسان ونیول شول.»

د اسد الله خالد روغتیایي وضعیت

په عین وخت کې د ملي امنیت ادارې ویاند وویل چې د دغه ادارې د مشر اسد الله خالد روغتیایي وضعیت ښه دی. هغه زیاته کړه: «هغه ښه دی، تر تداوی لاندې دی او حالت یې عادي دی. ښایي په نزدې کې وخت کې [کابل] ته راشي.»

اسد الله خالد د ۱۳۹۱لمریز کال د قوس (لیندۍ) په میاشت کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې ټپي شو او تر هغې وروسته یې په متحده ایالاتو کې درملنه کیږي. هغه څه موده وړاندې کابل ته راستون شو خو په افغانستان کې له څو ورځو تیرولو وروسته بیرته متحده ایالاتو ته ولاړ.