1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په پاکستان کې يو شمېر افغانان نيول شوي»

۱۴۰۰ اسفند ۱۹, پنجشنبه

د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د شعيه مذهبو په يوه مسجد کې تر بمي بريد وروسته په پاکستان کې په لسونو افغان کډوال نيول شوي دي. پاکستاني چارواکو د چهار شنبې په ورځ ویلي ول چې د پېښور د بريد عامل يو افغان کډوال دی.

https://p.dw.com/p/48IwR
Pakistan Flüchtlinge aus Afghanistan
آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

په پاکستان کې افغان کمېشنري وایي چې په دې وروستيو ورځو کې پاکستاني پوليسو د خیبر پښتونخوا ایالت په ځينو سيمو کې يو شمير افغانان نيولي دي. همدا راز زياته شوې ده چې د کنترول پر پوستو له افغانانو څخه پلټنې هم ډېرې شوي دي.

د خيبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان سيمه کې د افغان کمېشنرۍ يوه استازي قاري تاج الدين له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې په لسونو افغانان د جنوبي وزيرستان، ټانک او دېره اسماعيل خان په سيمو کې نيول شوي دي.

د نوموړي په خبره دا هغه افغانان دي چې د پاکستان پاسپورت، ویزه، مهاجر کارت او يا نور قانوني اسناد یې نه درلودل. نوموړي په دې تړاو زياته کړه: «دا ستونزه له مخکې څخه موجوده ده. څو اوونۍ تر مخه ښځې او ماشومان چې اسناد یې نه درلودل او پاکستان ته د درملنې له پاره راغلي ول، ونيول شول.»

نوموړي وویل چې دغه ښځې، ماشومان او يو شمیر نور نارينه چې لس ورځې په زندان کې ول څو بیرته يې افغانستان ته د اخراجول زمينه برابره کړل شوه.

په پاکستان کې د افغان کمېشنرۍ استازي زياتوي چې په دې وروستيو کې د افغانانو د نيولو او زنداني کولو لړۍ کړندۍ شوې ده. د قاري تاج الدين په خبره دمګړۍ هم د دېره اسماعيل خان په زندان کې په لسونو کسان چې ځيني تازه نيول شوي دي، بيرته افغانستان ته دیپورت يا اخراجيدو ته انتظار باسي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د بې کارۍ د کچې لوړيدل هم پاکستان ته د افغانانو د تګ یو لامل په ګوته کړل شوی دی. همدا راز يو شمير افغانان د درملنې له پاره هم پاکستان ته مخه کوي.

په دېره اسماعيل خان کې د افغان کمېشنرۍ چارواکي دې موضوع ته د افغانستان د نويو واکمنانو د پام اړولو غوښتونکي دي او وايي چې افغانانو ته دې د پاسپورت په جاري کولو سره له هغوی سره مرسته وکړي څو ونه ځورل شي.

خو په پاکستان کې يوه افغان کډوال چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، وويل: «زه مهاجر کارت هم لرم خو سره له دې ځورول کیږم. تلاښۍ ډېرې شوي دي او په هر ځای کې افغانان ځورول کیږي، په ښار کې د کنترول پر پوستو را څخه پېسې غوښتل کیږي او ځورول کیږو.»

Pakistan | Bombenanschlag auf eine Moschee in Peshawar
په پېښور کې د جمعې د ورځې بريد په لسګونه کسان وژلي ولانځور: Faridullah Khan/DW

هغه زياتوي: «څو ملګري مې نيول شوي ول، وهل ډبول شوي او زنداني کړل شوي دي. بيا ترې پېسې هم اخيستل شوې وې. دوی [پاکستاني پوليس] په يوه پلمه او بله پلمه پېسې اخلي.»

 پاکستاني پوليسو د چهار شنبې په ورځ ويلي ول چې په پېښور کې د تېرې جمعې ځانمرګي بريد ترسره کوونکی د داعش غړی يو افغان تبعه وو. په دغه بريد کې ۶۴ کسان وژل شوي ول او تقريباً ۲۰۰ کسان ټپيان شوي هم ول.

پيښور: مسجد کې چاودنې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي

د پاکستان پوليسو ويلي ول چې د بريد عامل چې له لسیزو راهيسې یې په پاکستان کې د کډوال په توګه ژوند کاوه، د دې بريد د پلان کولو او اړوندې روزنې د ترلاسه کولو له پاره افغانستان ته تللی وو. د دغه بريد پړه د داعش ډلې منلې وه.

د عملياتو په ترڅ کې د دريو تنو وژل کیدل

د پېښور د بريد په تړاو د پلټنو د نتايجو په اړه تر اوسه د طالبانو له خوا کوم تبصره نه ده شوې.

خو د پاکستان پوليسو دا هم ويلي دي چې د تيري سې شنبې په ماښام د لټون د عملیاتو په ترڅ کې په دې بريد کې د لاس لرونکو «درې ملګري» هم وژل شوي دي او ۲۰ نور شکمن کسان نيول شوي دي.

په همدې ترڅ کې داعش خراسان ډلې ادعا کړې چې د سې شنبې په ورځ د دوی له خوا په ترسره شوي يوه بريد کې د پاکستان د پوځ د مليشې ۷ غړي وژل شوی دي. دغه ډلې له دې سره د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ترسره شوي هغه بريد ته اشارې کړې چې د پاکستان د ولسمشر عارف علوي د موټرو کاروان تر تيرېدو نيم ساعت وروسته شوې وه.