1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پیکینگ د افغانستان کنفرانس پای ته ورسید

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۹, جمعه

د چین په پلازمینه، پیکینگ کې د افغانستان په هکله د «استانبول پروسې» د بهرنیو چارو د وزیرانو په څلورم کنفرانس کې د افغانستان له پاره پر ۶۴ پروژو موافقه وشوه. کوربه هیواد دغه کنفرانس یو «بریالیتوب» وگاڼه.

https://p.dw.com/p/1DerX
انځور: Getty Images/Takaki Yajima

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ ايي، وویل: «د پیکینگ د اعلامیې له مخې په کنفرانس کې په ۶۴ پروگرامونو موافقه وشوه چې په هغو کې تجارتي، د پانگه اچونې، بنسټیزې پروژې، د ښووونې او روزنې او له بیړنیو طبیعې پیښو سره د مبارزې پروژې شاملې دي. د هغه د وینا له مخې له دغو پروژو سره به افغانستان پراختیا ومومي او د خپلې سولې پروسه به بریالیتوب ته ورسوي.

په دغه کنفرانس کې د نړۍ د ۱۶ هیوادونو استازو گډون درلود. د استانبول پروسه په ۲۰۱۱ کال د ترکېې د استانبول په ښار کې پیل شوه او موخه یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تینگښت له پاره د سیمه ییزو همکاریو پراخول دي.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان نوې ولسمشر اشرف غني احمدزي چې چین ته د یوه څلور ورځني سفر په نیت تللی دی، هم گډون درلود. غني د چین او افغانستان د اړیکو اهمیت ته اشاره وکړه او ویویل: «موږ چین د یو ستراتیژیک شریک په توگه وینو. په لنډ مهال، منځني مهال او اوږد مهال کې.»

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د دغه کنفرانس د پرانیستلو پر مهال وویل چې هغه غواړي افغانستان په راتلونکې یوی لسیزه کې د سیمی په یوه څلور لاري بدل شي.

افغانستان د بدلون یو مهم پړاو کې

تر دوو میاشتو پوری نړیوال جنگي سرتیري په بشپړه توگه له افغانستان څخه وځي. له هغې وروسته افغان امینتی ځواکونه باید په یوازیتوب د بغاوت او ترهگرۍ پر ضد مقابله وکړي. د افغانستان د امنیتی ځواکونو د روزنی له پاره ښايي ۱۲ زره بهرني ځواکونه په دې هیواد کی پاتې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ضرار احمد عثماني، د پیکینگ د کنفرانس په پای کې وویل چې د هغه د هیواد ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه په داسې وضعیت کې قرار لري چې کولای شي د خپل هیواد امنیت خپله پر غاړه واخلي: «اوس د افغانستان د خاورې ۹۰ سلنه ساتنه د افغان ځواکونو پر غاړه ده. او له دې وروسته به سل په سلو کې د هیواد د سیمو کنترول په خپل لاس کې ونیسي.»

غني په چین کې پر طالبانو د سولې غږ وکړ

په پیکینگ کې د افغانستان د سولی او بیا رغونې په اړه یو نړیوال کنفرانس کې افغان ولسمشراشرف غني احمدزي طالبانو ته بلنه ورکړه چې د سولې پروسې سره یو ځای شي او د وینو تویولو لړۍ ته دې پای ټکی کیږدي.

د چین په پلازمینه پیکینگ کې د افغانستان په هکله په لومړي نړیوال کنفرانس کې چې د جمعی په ورځ پرانیستل شو نوي افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي، پر وسوالو مخالفینو باندې د سولی غږ وکړ. هغه په دې اړه کوم مشخص وړاندیز ونه کړ او داسې یې ښکاره کړه چې د حکومت امنیتی ځواکونه به د یاغیانو پر وړاندې له جگړی څخه مخ وا نه اړوي. خو احمدزي دا ځل په ښکاره توگه د طالبانو څخه نوم واخیست، حال دا چې له دې مخکې هغه په دې اړه د «سیاسي مخالفینو» څخه په خپلو ویناوو کې یادونه کوله.

احمدزي وویل: «سوله زموږ په رومړیتوبونو کې ده. موږ سیاسي مخالفینو په خاصه توگه طالبانو ته بلنه ورکوو چې د افغانستان د سولی پروسې سره یو ځای شي او ټولو نړیوالو شریکانو باندې غږ کوم چی د افغانانو او د افغانستان تر مشرۍ لاندې د سولی د پروسې ملاتړ وکړي.» غني زیاته کړه: «موږ باید هیڅ ډلې ته اجازه ور نه کړو او نه به یې ورکړو چې د خپلو ناوولو او خیالي فکرونو څخه په پیروي سره هڅه وکړي چې زموږ له هیواد څخه د نړیوال سیستم پر ضد د جگړی د ډگر او یا د حملو له پاره استفاده وکړي.»

دا البته سمدلاسه روښانه نه شوه چې له طالبانو څخه د غني احمدزي په وینا کې یادون کوم خاص اهمیت لاره که نه. خو لږ تر لږه د دی یادون یوازنی اهمیت ښایي دا وي چې هغه په یو نړیوال کنفرانس او په خپل لومړني بهرني سفر کې دې موضوع ته اشاره وکړه.

د طالبانو پر وړاندې د غني احمدزي دریځ د هغه د سلف حامد کرزی په پرتله چې هغه عادتا یاغیانو ته د خپلو «ورونو» په توگه اشاره کوله او په افغانستان کې د متحده ایالاتو پوځي حضور باندې یې نیوکې کولې، یو بدلون گڼل کیږي.

د ولسمشر په توگه د اشرف غني احمدزي د ریاست له پیل څخه، طالب یاغیانو د خپلو ځانمرگو بریدونو، د سړک د غاړې بمي چادونو او پر پلازمینه کابل باندې د توغنديو حملو سره د دې موضوع چې گواکې د نوی ولسمشر حکومت د پلازمینی د ساتنی توان نه لري، د ښوولو کوښښ کړی دی.

د پیکینگ نړیوال کنفرانس ته د چین صدراعظم لي کیکیانگ، وویل چې چین ټینگ باور لري چې افغانستان د خپلو ستونزو د حل توان لري، خو د هغه گاونډي هیوادونه باید د هغه په کورنیو چارو کې له لاس وهنې پرته د یوې سوله ییزې فضا په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي.

لي په دغه کنفرانس کې چې د پیکینگ په لودیح کې دایر شوی وو وویل: «نړیواله ټولنه باید د افغانستان خپلواکمنۍ، خپلواکۍ او د خاوری بشپړتیا ته درناوی ولري څرنگه چې د دې هیواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونه کړي او د امنیت او ثبات په تینگښت کې د افغانستان له هڅو څخه ملاتړ وکړي.»

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو او نړیوال ځواکونو ډیر زیاته برخه د روان میلادي کال په پای کی وتلو ته تیاری نیسي، د نوموړي کلني کنفرانس کوربه توب په افغانستان کې د چین د نقش له پراخیدو څخه ویندوي کوي.

چین چې په سیمه کې ستر اقتصادي ځواک دې د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه هیواد به د مسلکي زده کړو او ۳۵۰۰ افغان محلصینو ته د بورسونو د ورکړی سر بیره افغانستان ته ۳۳۰ میلیون ډالر په راتلونکو پنځو کلونو کې د مرستې په توگه ورکړي.

په عین وخت کې پیکنگ لیوالتیا لري چې د افغانستان د کابو درې تریلون په ارزښت طبیعی شتمینو په استخراج کې ونډه واخلی او غواړي چی په افغانستان کې یو ټینگ او با ثباته حکومت جوړ شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب