1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتيکا کي ۱۵۰۰ ځوانانو د محلي پوليسو دپاره خپل نومونه ليکلي دي

۱۳۸۹ شهریور ۲۱, یکشنبه

د پکتيکا والي محيب الله صميم د دويچه ويلي سره په ځانګړې مرکه کي وويل چي د دغه ولايت امنيت خپله خلک ساتي.

https://p.dw.com/p/PAEg
«ډيرو ځوانانو د خپلو سيمو د امنيت ساتلو د پاره چمتووالی ښودلی دی»
«ډيرو ځوانانو د خپلو سيمو د امنيت ساتلو د پاره چمتووالی ښودلی دی»انځور: AP

دويچه ويله:تاسو دا وخت په پكتيكا ولايت کي سياسي امنتي حالت څنګه ارزوۍ؟

صميم: په دې ولايت كي امنيت د ډاډ وړدى. هغه له دې كبله چي د پكتيكا ولسونه متنفذين اومشران د دولت سره همږغي اوهمكاردي. په دې ولايت كي د همدې خلكو بچيانوعملا امنيت تامين كړی دی په امنيتي ځواكونو كي تنظيم دي نوځګه په ډاګه سره ويلای سوچي په دې ولايت کي امنيت د ډاډ وړدی اوكومه خاصه ستونزه وجود نه لري.

دويچه ويله:يوه مهم ربړه د پوځي عملياتو پرمهال د ملكي تلفاتو ستونزه آيا تاسو هم ورسره مخامخ ياست؟

صميم: الحمدلله د پكتيكا په ولايت كي دا ستونزه نسته، ځكه چي موږ د كورنيو او ايساف ځواكونو د همږغۍ ګډه قرارګاه لروچي د همدې همغږۍ له امله د ملكي تلفاتو د مرګ ژوبلي كچه ټيټه ده اوكه ووايو چي دغه پيښى نسته او داسي پيښي نلرو.

دويچه ويله:په دې ولايت کي هم د ولسي جرگې د انتخاباتو پرمهال به د رايو وركولو يوشمير مركزونه بندوي؟

صميم: په ټول هيواد كي سياسي او پوځي ستونزي سته. د نهه سوه نه زيات ټاكنيز مركزونه بندسوي دي په همدې توګه په پكتيكا كي هم پنځه اويا مركزونه تړل سوي دي. دا ځكه چي په دغو ساحو کي امنيتي مشكلات سته ددې دپاره چي خلك تلف نه سي اود كومي ستونزي سره مخامخ نه سو زموږ امنيتي ارګانونو ددغه مركزونو د بندولو غوښتنه وكړه. همدااوس 190 مركزونه فعال دي او پنځلس مركزونه مو نورپيشنهاد كړي دي.

دويچه ويله:همدا اوس د سيمه ايزو پوليسو د جوړلو خبره توده ده په پكتيكاكي به همداسي تشكيل ولری كه څنګه؟

صميم: موږ هم لكه د نورو ولاياتو په شان خپل امنتي ضرورتونه لوړو مقاماتو ته وړانديز كړی چى د پروګرام سره سم به پكتيكا ته ونډه وركول سي. خومهمه داده چى د سيمي خلك دې كارته تياردى همدا اوس ۱۵۰۰ ځوانانو د محلي پوليسو لپاره خپل نومونه ليكلي دي او د خپلو سيمو د امنيت د تامين لپاره يي بشپړچمتووالى ښودلی دی.

مرکه کونکی/ جمال کوټوال

کتونکی: نجيب الله زيارمل