1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې څورلس تنه وژل سوي

۱۳۸۶ مرداد ۳, چهارشنبه

د پاکستان په شمال لويد يزه سيمه د يوې توغندی د لگيد وله امله اته تنه مړه او يو شمير نور ټپيان سوي دي چې ويل کيږي په مړوکي يوه ښځه او دوه ماشومان هم شاميل دي.

https://p.dw.com/p/DKDe
د عيني شاهيدانو په قول په سيمه کې پر يو کور د توغندي د راپريوتووروسته د وې نوري توغندی راغلي
د عيني شاهيدانو په قول په سيمه کې پر يو کور د توغندي د راپريوتووروسته د وې نوري توغندی راغليانځور: dpa
خود عيني شاهيدانو په قول په سيمه کې پر يو کور د توغندي د راپريوتووروسته چې پوځي ځواکونه سيمې ته راغلل د وې نوري توغندی راغلي چې شاوخوا څورلس تنه پوځيان ناو ملکي وگړي يي ووژل او 35 نوريي ټپيان کړل.
د لال يا سره جومات تر خونړۍ پيښي وروسته په پاکستان کې امنيتي حالات ترنگلي سوي چې پدې لړ کې پر پاکستاني امنيتي ځواکونو په قبايلي سيمو کې حملي زياتي سوي او دغه راز تيره ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړي چې د وزيرستان د طالبانو لوی قوماندان عبدالله مسعود يي په بلوچستان کې د يولړ عملياتو په ترځ کې وژلی دی چې وروسته بيا څرگنده سوه چې هغه پخپله ځان په بمونو کې الوزولی دی.
دغه راز وروستي ناتائيد سوي راپورونه وايي چې د بلوچستان ايالت د چمن په ښارکې د طالبان يو قوماندان د نامعلومو وسلوالو کسانو لخواد کور ومخې ته وشتل سوی دی.