1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د شپې له خوا پر وړیا تلیفوني خبرو بندیز ولګول شو

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۹, شنبه

د پاکستان حکومت د دغه هیواد له مخابراتي شرکتونو څخه غوښتي دي چې د سپتمبر د میاشتې له دویمې نیټې څخه د شپې له خوا د وړیا تیلفوني خبرو او پيغامونو وړاندیز ودروي.

https://p.dw.com/p/19ZTD
انځور: Imago

د آلمان خبري آژانس د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي دي چې د وړیا تیلیفوني خبرو او پيغامونو وړاندیز د دغه هیواد د «ځوانانو په ټولنیز اخلاق» منفي اغیزې پریښي دي. د چارواکو په خبره د دغې وضعې په درکولو سره دا ګام پورته شوې دی.

په هغه رسمي لیک کې چې په همدې موخه د پاکستان د مخباراتي خدمتونو اداری ته استول شوی دی راغلي دي چې مخابراتي شرکتونه باید د ټول پاکستان په کچه دغه وړاندیز ودروي.

د پاکستان د مخابراتي خدماتو د ادارې ویاند ډوگر، د آلمان خبری آژانس ته ویلي دي چې حکومت په دې اړه د شکایتونو د ترلاسه کولو وروسته دا ګام پورته کړی دی. هغه زیاته کړه چې په دې اړه دوی بې شمیره شکایتونه ترلاسه کړي دي چې د دغه وړیا وړاندیز له امله د «ځوانو نجونو او هلکانو» اخلاق او کړه وړه اغیزمن شوي دي.

ډوگر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې په پاکستان کې دا ډول وړاندیزونه د ځوانو نجونو او هلکانو تر منځ د تیلیفوني [نامشروع] اړیکو د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي. د پاکستان د مخابراتي خدمتونو د ادارې دغه ویاند وویل: «خلکو موږ ته وویل چې دا سلسله باید ختمه شي، ځکه بېحیايي خپروي.»

د پاکستان په مسلمانه او عنعنوې ټولنه کې د هلکانو او نجونو تر منځ پټو اړیکو ته په ښه سترګه نه کتل کیږي. همدا د اګست په میاشت کې د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد په یوه لیرې پرتې سیمې کې یو ورور خپله خور چې لا د بلوغ سن ته نه وه رسیدلې له دې امله ووژله چې له خپلۍ کورنۍ څخه يي د باندې له یو هلک سره تیلیفوني خبرې کولې.

د پاکستان له ۶۰ سلنه څخه ډیر اوسیدونکي ګرځنده تلیفون کاروي. په دغه هیواد کې د ګرځنده تلیفونو پنځو شرکتونو د خپلو پیریدونکو له پاره د شپې له خوا د وړیا خبرو او پیغامونو وړاندیېزونه اعلان کړي دي.

د یوه پاکستاني مخابراتي شرکت یوه لوړپوړې کارکونکي د نوم د نه بربنډولو په شرط د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د دې بندیز له امله به د مخابراتي خدماتو وړاندې کونکي شرکتونه زیان وویني.

نوموړي زیاته کړه چې د گرځنده تیلیفونونو زیاتره کارونکي د ۱۹ او ۳۵ کلونو تر منځ عمرونه لري چې د دغه شان وړاندیزونو له کبله له مخابراتي شرکتونو سره لیوالتیا پیدا کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب