1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې اورگاډي اووه ماشومان وژلي

۱۳۹۵ دی ۱۷, جمعه

په پاکستان کې د جمعې په ورځ یوه اورگاډي هغه دوې موټرسایکل ریکشا لاندي کړې چې پکښې ماشومان ښوونځي ته روان ول. دغه پيښه د اورگاډې د پټلۍ څخه د تیریدو په دروازه کې رامنځ ته شوې ده. په پيښه کې اووه ماشومان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2VOCP
Bildergalerie Pakistan Eisenbahn
انځور: DW/Raffat Saeed

د جاويد احمد په نوم يوه پاکستاني پوليس اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چې د موټر سایکل ریکشا چلوونکو په ظاهري توگه د سخت غبار له کبله د اورگاډي سرعت سم نه دی اټکل کړی. پیښه د پنجاب ایالت په ختیځه څنډه کې د لودهران په لیرې پرته سیمه کې رامنځ ته شوې ده. اورگاډی له لاهور څخه کراچۍ ښار ته روان وو.

ډاکټر عبدالماجد، ویلي دي چې په پیښه کې نور پنځه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو او اتو کلونو تر منځ دي، سخت ټپیان دي. د هغه په خبره یو ریکشا چلوونکی چې په لومړي سر کې ټپي وو، وروسته یې په یوه ځایي روغتون کې ساه ورکړې ده.

ویل شوي دي چې د لا ښې درملنې په موخه ټپي شوي ماشومان دغه ځای ته څیرمه د بهاولپور ښار روغتونو ته لیږدول شوي دي.

د پولیسو یوه جگپوړي چارواکي اسد سرفراز، ویلي دي چې د لومړنیو پلټنو په ترڅ کې د اورگاډي چلونکي مرستیال او د اورگاډې ادارې هغه کارکوونکی چې د پټلۍ څخه د تیریدو د لارې یا دروازې مسئول وو د پوښتنو گرویږنو له پاره نیول شوي دي.

تر دې دمخه پولیسو ویلي ول چې دغه لاري دروازه نه درلوده. د دغه چارواکي په خبره د اورگاډې د پټلۍ د دروازې مسئول کس په خپل ځای کې نه وو.

د پاکستان د ریلوې وزیر، سعد رفیق د پیښې د عاجلې پلټني امر کړی او په دې تړاو یې د نورو دوو تنو دندې هم ځنډولي دي. هغه ویلي دي چې پر دې سربیره به نور گامونه هم واخیستل شي که چیري دا جوته شي چې کومه بې پروايي شوې ده.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اورگاډي خرابې زیر بنا لري او د خوندیتوب د بشپړو معیارونو د نه تعقیبولو او ترافیکي قواننیو ته د نه درناوي له کبله تل بوږنوونکي ترافیکي پیښې رامنځ ته کیږي.

نور مطالب: