1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د نا امنيو لړي روانه ده

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۷, سه‌شنبه

د پنځلس دقيقو وسلوالي جګړي وروسته، نن «سه شنبه» پاکستاني پوليسو په کويټي کي پنځه تنه چيچيني ترهګر ووژل. په وژل شويو ترهکړو کي دري ښځي هم شاملي دي

https://p.dw.com/p/11HzI
په پاکستان کی ورستی بریدونه
په پاکستان کی ورستی بریدونهانځور: DW

پېښه د بلوچستان د ايالت په مركز، كوټه كې هغه وخت رامنځ ته شوه چي يو موټر ښار ته د ننوتلو په حال كې وه. دغه پيښه په خروټ آباد کي رامنځ ته شوي.

د پاكستاني پوليسو په حواله په دې موټر كې پنځه ځان وژونكي د پاكستاني سرحدي ځواكونو له لوري وويشتل او ووژل شول.

پوليس وايي چي دوي وروسته له هغي پر دغو ترهګرو ډزي وکړي چي هغوي د خپل د موټر له درولو څخه انکار وکړ. پاکستاني پوليس همداراز زياتوي چي د پوليسو او ترهګرو تر منځ جګړي 15 دقيقي دوام وکړ او وروسته له هغي ترهګرو خپل ځانونه والزول.

دسرحدي پوليسو مشر د پېښې په ځاى كې خبريالانو ته وويل چې په وژل شويو كسانو كې درې ښځې او دوه سړي دي چې چېچين او يا ازبك بلل كېږي. ده زياته کړه چي په پيښي کي يو سرتيره ټپي شوي هم دي.

د سرحدي پوليسو مشر وويل: «په دې پېښه كې پنځه تنه وژل شوي چې په هغوى كې درې ښځې او دوه نور سړي دي. دا ټونيس ډوله موټر د چمن له لخوا راروان وو خو دا نه ده څركنده چې له كوم ځايه څخه يي حرکت کړي وه او هدف يې کوم ځاي وه. دغه ځاى د دوي اصلي هدف نه وه کيداي شي كومه لوي ترهكري پلان يي درلود.»

دغه پيښه د خروټ آباد په خان شهيد چوك کي رامنځ ته شوي چي ډېره مهم بلل كېږي ځکه چي په دغه سړک د ناټو ډير اکمالاتي موټر د افغانستان په لور تګراتګ کوي.

كه څه هم په پاكستان كې د اسامه بن لادن له وژل كېدو څخه وروسته امنيت خراب شوى او د ډېرو پېښو پړه پاكستاني وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستې خو د نن ورځی د پېښې په اړه تر اوسه پوري چا څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې د بلوچستان ايالت د دښت په سيمه كې د څلورو كسانو مړي ترلاسه شوي چې ويل كیږی د پاكستاني پوځ سرتېري دي.


دا په داسې حال كې دى چې په بلوچستان ايالت كې د بلوچ
انو د وركېدو او له هغی وروسته د هغوى د مړيو د پيدا كېدو لړۍ له ډېره وخته روانه ده.

پاکستان/ حبيب الرحمن تاثير

کتونکي/ مسعود جهش