1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د افغان کډوالو خراب حالت

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۸, سه‌شنبه

له نزدې دېرشو کلونو راهیسې افغان کډوال د پاکستان په شمول يو شمېر هیوادونو کې د غربت ژوند تیروي. خو په پاکستان کې تر بل هر هیواد د افغانانو لوی کمپونه موجود دي. په دغه هيواد کي په سوونو زره افغانانو ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/1AyM1
انځور: AP

په ۲۰۰۱ مېلادي کال کې د طالبانو رژیم تر ړنگېدو وروسته شاوخوا ۳،۸ میلیونه افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي خو اوس هم په پاکستان کې ۱،۶ میلیونه قانوني افغان کډوال او نزدې یو میلیون غیر قانوني افغان کډوال اوسیږي.

په پاکستان کې د افغانانو یو نسل نړۍ ته راغلی دی او په همدې هیواد کې یې خپل ټول ژوند تیر کړی دی. دغه نسل په خپل ټول ژوند کې له بې وزلۍ او نادارۍ سره لاس او گریوان پاته شوی دی.

دولس کلن اول گل اسلام آباد ته نژدې په یوه نادار مېشته سیمه کې ژوند کوي. هغه ښوونځی ته نه ځي او د ترکاریو په یوه مارکیټ کې کار کوي. هغه غواړي چې په راتلونکې کې د کريکټ یو لوبغاړي شي او وکولای شي چې په نړۍ کې د خپل هیواد افغانستان استازیتوب وکړي. اول گل وایي: «زما هیواد افغانستان دی. په پاکستان کې موږ هیڅ نه لرو.»

په پاکستان کي افغان کډوالو په وارو وار د ښوونځيو غوښتنه کړې ده
په پاکستان کي افغان کډوالو په وارو وار د ښوونځيو غوښتنه کړې دهانځور: DW

په پاکستان کې مېشته افغانان د تیرو کلونو جنګونو پايلامه ده. کله چې په ۱۹۷۹ کال کې د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان باندي يرغل وکړ ډیر افغان ګاونډي هيواد پاکستان ته واوښتل او هلته يې ژوند پیل کړ.

له هغه وروسته چې سور لښکر له افغانستان څخه ووت، په دغه هیواد کې د زورواکانو تر منځ کورنۍ جگړه پیل شوه او د دې سبب شوه چې نور افغانان هم د افغانستان پرېښوولو ته اړ شي.

د روسانو پر يرغل سربيره د کورنۍ جګړې او بيا په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته نور افغانان هم د خپل هیواد پرېښوولو ته اړ شول او په گاونډیو هیوادونو کې یې د گډوالۍ ژوند پیل کړ.

په پاکستان کې ډیر میشته افغان کډوال اوس هم خپل هیواد ته ستنیدو ته زړه نه ښه کوي. هغوی وایي چې که څه هم په پاکستان کې بېگانه دي، خو بیا هم په افغانستان کې د هغوی ستنیدو ته شرایط مساعد نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډیر پاکستاني وګړي بیا له خپل دولت څخه غواړي چې افغانان بیرته خپل هیواد ته واستوي. د هغوی له نظره افغان کډوالو د کار ډیر چانسونه له پاکستانیانو څخه اخیستي دي.

پر دې سربیره پاکستانیان گومان کوي چې افغانان د هغوی هیواد ته ترهگرۍ او ناامنۍ راوړې ده.