1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي اعدامونه دوام لري

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

د دغه هيواد په تاريخ کي د تر ټولو ناوړه يرغل وروسته، چي د پيښور پر يو ښوونځی باندي وسو، د په مرگ محکوم سوو کسانو اعدامول پيل سوي دي. تر اوسه پوري ډېر نارينه اعدام سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Eru6
انځور: vkara - Fotolia.com

په پاکستان کي په يوه ورځ لس انسانان اعدام سوي دي. د دغه هيواد د چارواکو په خبره دغه اعدامونه د پنجاب او د دغه هيواد د ستر ښار کراچی په زندانونو کي سوي دي.

د تيرکال له دسمبر مياشتي راهيسي چي په پاکستان کي د مرگ پر سزا بنديز ليري سوی دی تر اوسه پوري ۳۷ انسانان اعدام سوي دي.

د پاکستان چارواکو د ۲۰۱۴م کال په دسمبر مياشت کي په پيښور کي پر يو ښوونځی باندي د وسله والو طالبانو تر يوه خونړي يرغل وروسته د مرگ پر سزا باندي بنديز لير کړ.

په دغه يرغل کي تر۱۵۰ ډېر انسانان ووژل سول چي ډيری ئې زده کوونکي کوچنيان ول.

د تيري سه شنبې په ورځ په پاکستان کي د مرگ پر سزا باندي بنديز په بشپړه توگه ليري سو او ټول هغه کسان چي د مرگ په سزا محکوم سوي دي اعداميږي.

ملگرو ملتونو، اروپايي ټولني او د بشري حقونو سازمانونو د مرگ سزا څخه د بنديز ليري کول غندلي دي.