1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاریس کې پر سرتیری باندې برید تر سره شو

DW (AFP, AP, dpa)/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۵, یکشنبه

په پاريس کې د فرانسوي پوځ په يو عسکر باندې د چاقو بريد تر سره شوی دی. برید کوونکی په تيښته بریالی شوی دی. د فرانسې ولسمشر ویلي دي چې په دې وخت کې نه شي ویل کیدای چې دغه پیښه په لندن کې د یوه سرتیري د قتل سره تړاو لري.

https://p.dw.com/p/18e8H
انځور: picture-alliance/AP Photo

دغه ۲۳ کلن عسکر د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د مې ۲۵مه) له خپلو دوو همکارانو سره د «ويژي پيرات» په نوم د ترهګرۍ ضد پروګرام په چوکاټ کې د پاريس په لويديځ کې په ګزمه بوخت وو چې د یوه نامعلومه کس له لوري په څټ کې په چاقو ووهل شو. برید کوونکی په تیښته بریالی شوی دی. ويل کيږي چې نوموړي سرتیري ډېره وينه له لاسه ورکړې ده، خو د ژوند خطر ورته نه دی پېښ شوی.

د فرانسې د دفاع وزیر په روغتون کې دغه سرتیری لیدلای دی. فرانسوي چارواکو ویلي دي چې د دغه پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړي او په ځانګړې توګه به د څارنې کمرې چې دغه پیښه یې ثبت کړې ده، په پلټنو کې مرسته وکړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، چې دا وخت د افریقایي اتحاديې په پنځوسمه کلیزه کې د ګډون په موخه په ایتوپیا کې دی خبریالانو ته وویل:

«موږ لا تر اوسه د پیښې د جزییاتو او د برید کوونکي د هویت په اړه دقیق معلومات نه لرو، خو موږ ټولو امکاناتو ته ګورو.»

هغه زیاته کړه چې دی فکر نه کوي، چې په دې مرحله کې وویل شي چې دغه پیښه په لندن کې د یوه بریتانوي سرتیري د قتل سره کوم تړاو لري.

د نورو معلوماتو له پاره انتظار کیږي

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر مانویل والس، ویلي دي چې په ظاهري توګه دا د لندن پیښې ته ورته والی لري، خو له خلکو څخه یې غوښتي دي چې وروستۍ پایلو ته انتظار وباسي.

پنځه ویشت کلن بریتانوی سرتیري لي رېګبای، د لندن په سویلي سیمه ولوېچ کې د شاهي توپخانې د قشلې تر څنګ تر برید لاندې راغلی وو. برید کوونکي د پولیسو تر راتلو پورې د پیښې په ځای کې ولاړ ول او لارویانو ته یې ویل چې دغه برید یې په مسلمانو هیوادونو کې د بریتانیې د پوځي عملیاتو د غچ اخیستلو په بدل کې تر سره کړی دی. د عیني شاهدانو په حواله دغه کسان د پولیس له لوري وویشتل شول.

دغه دواړه کسان چې د یوه عمر ۲۸ کاله او د بل ۲۲ کاله دی، د پوځي پهرې تر لاندې په روغتون کې تداوي کیږي او ویل شوي دي چې حالت یې د ډاډ وړ دی.

په بریتانیې کې د ترهګرۍ ضد پولیسو د شنبې په ورځ ویلي دي چې د رېګبای د قتل په تړاو یې نور درې تنه نیولي دي. په دې سره د قتل په تړاو د نیول شوو کسانو شمیر ۸ تنو ته رسیدلای دی. د دغو کسانو له جملې څخه ۲ تنه پرته د کوم تور لګولو څخه آزاد کړای شوي دي او شپږ تنه لا اوس هم په توقیف کي دي.