1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاريس کي د کډوالو يو کمپ تخليه سو

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

د فرانسې پوليسو د پاريس په شمال کي د کډوالو يو کمپ چي نژدې ۱۰۰۰ افغان او سوماليايي مهاجر پکښې مېشت ول تخليه کړی دئ. ويل سوي دي چي دغه اقدام د روغتیايي او امنيتي خطرونو په سبب سوی دئ.

https://p.dw.com/p/2cebx
Paris Räumung Flüchtlingslager
انځور: Reuters/C. Platiau

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي په سونو پوليس د سه شنبې ورځي په سهار دغه کمپ ته ورغلي او له مهاجرو ئې غوښتې دي چي ووځي. پر خپل سر له خېمو جوړ دغه کمپ پاريس ته د لاري په اوږدو کي جوړ سوی وو.

دغه کمپ د مهاجرو د «ترانزيت مرکز» ته څيرمه پر خپل سر جوړ سوی وو. د ترانزيت مرکز تيرکال د دې له پاره جوړ سو چي د پاريس له کوڅو څخه مهاجر راټول او په دغه مرکز کي ځای پر ځای کړل سي. خو دغه مرکز د ډيرو مهاجرو د ځايدو ظرفيت نه لاره.

د پاريس پوليسو په يوه خبري اعلاميه کي ويلي دي چي «غيرقانوني کمپونه د ځايي اوسېدونکو له پاره د روغتيايي او امنيتي خطرونو» سبب کيدای سي.

د پاريس په شمال کي د مهاجرو دغه کمپ ته تلونکي او وتونکي لاري پوليسو بندي کړي دي. تيره مياشت په د دغه کمپ په تاوتريخوالي کي څو کسان ټپيان سول.

د دغه کمپ د تخليه کولو په عملیاتو کي نژدې ۳۵۰ پوليسو، د ښاروالۍ ۱۰۰ کارگرو او د مرستندويو سازمانونو کارکوونکو ونډه اخيستې ده.

تيره مياشت د فرانسې په شمال کي د مهاجرو په يوه کمپ کي د افغان او کردي مهاجرو ترمنځ شخړي وروسته ستر اوربل سو چي په نتجه کي کمپ په بشپړه توگه وسوځېد. په دغه کمپ کي شاوخوا ۱۵۰۰ مهاجر اوسېدل.

زموږ له ارشيف څخه: