1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټوکيو کي د افغانستان په هکله غونډه

آژانسونه / عبدالباري حکيم۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو استازي نن (د می ۱۵مه) په توکیو کي سره ټول شوي دي ترڅو په افغانستان کې د راتلونکي په هکله خبري وکړي. دا پداسي حال کي د روان میلادي کال تر پایه پوري بهرني جنگي سرتیري له افغانستان څخه وځي.

https://p.dw.com/p/1C0Q5
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان او پاکستان د تماس نړیواله ډله چي په هغې کي د کابو ۵۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي شامل دي، نن د جاپان په پلازمینه توکیو کي سره ټول شوي دي. په دغې غونډه کي د افغانستان د پلاوي مشري د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د معین، ارشاد احمدي په غاړه ده. د روان میلادی کال په پای کي د امریکا متحده ایالاتو او د ناتو تر مشرۍ لاندي د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره ډیری افغانان د خپل هیواد د راتلونکي په هکله اندیښنه لري.

احمدي د کنفرانس د پرانیستلو په مراسمو کي وویل: «مهمه خبره دا ده چی جگړه لاتراوسه پای ته نه ده رسیدلې. » نوموړي یادونه وکړه: « په همدې وجه د دې لپاره چي تل پاتي بریالیتوب خوندي شي په دې حساسه دوره کي د نړیوالي ټولنې د ملاتړ دوام ته اړتیا شته.»

د دغه کنفرانس له پیل څخه مخکي د جاپان د حکومت یو چارواکي د چهار شنبه په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د می ۱۴ مه) وویل چي دغه غونډه د دې لپاره نه ده چي د نړۍ هیوادونه د مالي مرستو ژمنه وکړي. دغه جاپاني چارواکي چي هویت يې د فرانس پرس خبري آژانس له خوا څرگند شوی نه دی وویل: « که عمومي وغږیږو ، دا غونډه د نړیوالې ټولنې لپاره یوه موقع ده ترڅو د افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړي.» هغه یادونه وکړه: «نړیوال سرتیري د روان میلادي کال په پای کي وځي. هغوی ( افغانان) سر له راتلونکي کال څخه خپل د هیواد د عامه امنیت د ساتنې لپاره پخپله مسوولیت لري او هلته کورنۍ ستونزي په خپل ځای پاتي دي.»

جاپاني چارواکي د خپلو خبرو په دوام کي وویل چی د افغانستان ځوانه دیموکراسي «له یو گن شمیر ننگونو سره مخامخ ده: لکه د تورو پیسو د سپینولو پر ضد د قانون تطبیق او د خپلو طبیعي شتمنیو او کانونو څخه د گټي اخیستو لپاره د یو قانوني چوکاټ جوړول.»

د توکیو دغه کنفرانس په داسي یو وخت کي دایریږي چي په افغانستان کي د ولسشمرۍ د اپریل د ۱۶ نیټي ټاکنو څخه وروسته لا تراوسه د دې هیواد د راتلونکي سیاسي مشري برخه لیک څرگند نه دی. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی چی نن د پنجشنبه په ورځ به د ټاکنو وروستي نتایج اعلان کړي، خو د لومړیو نتایجو له مخي هیڅ کاندید څه د پاسه ۵۰ سلنه رایي تر لاسه کړي نه دي ترڅو د واکمن ولسمشر، حامد کرزي ځای نیونکی شي.

د اساسی قانون له مخی کرزی د دریم ځل لپاره نوموړي مقام ته کاندید شوی نه ؤ. د ټاکنو لومړی پړاو د طالبانو د گواښونو سره سره په بریالیتوب پای ته ورسید چی په هغه کی ۷ ملیونو د رائیو مستحق خلکو گډون کړی ؤ.