په ټوله نړۍ کې د مهاجرو شمیر ډیر شوی دئ
۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبهاعلان
په نړۍ کې د جګړو، د اقلیم بدلون او د لوږی ناورین تېر کال د نوو مهاجرینو شمېر ډېر لوړ کړی دئ. د UNHCR په نامه د مهاجرینو سره د مرستې سازمان په ژنیو کې اعلان وکړ چې په ۲۰۱۱ میلادی کال کی ۴،۳ میلیونه انسانان مهاجرت کولو ته مجبور سوي دي.
یوازی آلمان ته د ۵۷۰ زره په شاوخواکی مهاجر راغلي دي چی دغه رقم تر نورو صنعتی هیواددونو ډېر لوړ دئ. په ۲۰۱۱ کال کې د مهاجرینو د ډېر راتګ علت، د عاج په ساحل، لیبیا، سومالیا او سوډان کې شخړي او جگړې دي. د ملګرو ملتو د عالي کمیسارۍ په حواله افغانستان د دوه اشاریه اوه میلیونه مهاجرو په درلودولو سره د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې تر ټولو زیات مهاجر لري.