1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټولنه کي بايد ټول خلګ مساوي برخه ولري

۱۳۸۶ دی ۵, چهارشنبه

په جرمني کي د معاشونو د عادلانه ورکولو پر سر بحث د کرسمس په ورځو کي هم دوام پيداکړی.

https://p.dw.com/p/DKGX
د آلمان د پروتستانو د کليسا راهب ولفګنګ هوبر
د آلمان د پروتستانو د کليسا راهب ولفګنګ هوبرانځور: AP

د آلمان د پروتستانو د کليسا راهب ولفګنګ هوبر په يوه مرکه کي وويل، چي بايد په ټولنه کي ټول خلګ په مساوي او عادلانه ډول برخه واخلي. که د يوځای مشر ديو عادي کارګر په نسبت سل چنده ډير معاش واخلي، او په همدغه شرکت کي ډير کارځايونه هم له منځه ولاړسي، بيا نو خلګ هغه عادلانه نه بولي.

د جرمني دکار پيداکولو مشر فرانک يورګين وايزه د حداقل معاش د ورکولو خبره کړې ده. که هغه په مساعد ډول تعين سي، نو به دکار ځايونو ته هم زيان ونه رسوي.