1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو پر سر ټینگار

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۹, دوشنبه

د افغانستان ټاکنیزو بنسټونو له افغان حکومته غوښتي دي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون ژر جوړ کړي. د راتلونکو پارلماني ټاکنو په رانزدې کیدو سره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون د جوړولو غوښتنه مخ په ډیریدو ده.

https://p.dw.com/p/1Dk5E
انځور: Reuters

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له ناندریو څخه یوه پایله دا راووته چې په ټاکنیز سیسټم کې اصلاحات رامنځ ته شي. د ولسمشریزو ټاکنو ناندریو افغانستان له یوه سیاسي کړکیچ سره مخامخ کړی وو. دغه ټکي ته په کتو سره د افغانستان د ملي یووالي حکومت هم د ټاکنو په کمېسیون کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کولو پر سر ټینگار کړی دی.

د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو د هوکړه لیک په متن کې راغلي دي چې د ټاکنو په کمېسیون کې دې د اصلاحاتو د رامنځ ته کولو له پاره یو کمېسیون جوړ شي. د هوکړه لیک متن زیاتوي چې د یوه کال په موده کې به په ټاکنیز نظام کې بنسټیز بدلونونه رامنځ ته شي.

د «ټاکنیزو اصلاحاتو له پاره د مدني ټولنې ډلې» تر نامه لاندې شا او خوا ۱۳ بنسټونو د دوشنبې په ورځ له افغان حکومته وغوښتل چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون ژر جوړ کړي، تر څو په ټاکنیزو بنسټونو کې پراخه اصلاحات رامنځ ته شي.

فیفا، یا د آزاد او عادلانه ټاکنو له بنسټ څخه یوسف رشید په خپلو څرگندونو کې وویل: «دغه کمېسیون باید خپلواک وي او بې پرې وي. دغه کمېسیون باید داسې کار وکړي تر څو موږ د ټاکنو په ټولو ساحو کې د پراخو اصلاحاتو شاهدان اوسو.»

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرگې ټاکنې باید د ۱۳۹۴ کال د ثور په میاشت کې تر سره شي، خو لا تر اوسه د پارلماني ټاکنو د دقیقي نېټې په اړه کومه پریکړه نه ده شوې.

په میلیونونو اضافي کارتونه

په افغانستان کې د رڼو ټاکنو د تر سره کیدو پر وړاندې لوی خنډ، لکه څرنگه چي د افغانستان د ټاکنو خپلواک چارواکو یې یادونه کړې ده، د الیکترونیکي تذکرو نشتوالی دی. په پام کې وه چې دغه تذکرې د ۲۰۱۴م کال د ولسمشریزو ټاکنو تر مخه وویشل شي، خو د حکومتي بنسټونو له تیاري سره سره، دغه کار و نه شو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې له ۲۰۰۴م کال څخه تر ۲۰۱۴م کاله پورې د رایې ورکولو شا او خوا ۱۷ میلیونه کارتونه ویشل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د رایو ورکولو مستحقو کسانو شمیر ۱۲ میلیونه اټکلیږي. له اضافي کارتونو څخه استفاده، په ټاکنوکې د درغلیو یو اصلي دلیل گڼل کیږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو په کراتو ویلي دي، تر هغه وخته چې په انتخاباتي حوزو کې د رایې ورکوونکو شمیر مشخص نه شي، د رڼو ټاکنو تر سره کول گران کار دی. دا په داسې حال کې ده چې په تیرو دریالسو کلونو کې په افغانستان کې رسمي سر شمیرنه نه ده تر سره شوې او همداسي د ولایتونو نفوس هم مشخص نه دی.

مدني بنسټونه وایي که چیرې ټاکنیز اصلاحات رامنځ ته نه شي نو پارلماني ټاکنې به هم له جدي بحران سره مخامخ شي.

د افغانستان په ټاکنو کې یوه بله ستونزه د بل په استازیتوب د رایې کارول دي. د ۲۰۱۴م کال د ولسمشریزو او ولایتي شوراگانو په ټاکنو کې ثبت شوي شکایتونه ښيي، چې په لیرې پرتو کلیو او بانډو کې د ښځو پر ځای د کورنیو سړو رایې ورکړې ده او یا هم د کلي د اوسیدونکو پر ځای، د همدغه کلي نفوذ لرونکی یا مخور کس د رایې ورکولو مرکز ته ورغلی دی او د نورو په استازیتوب یې له لسگونو کارتونو څخه استفاده کړې ده.

له بل اړخه د پارلمان په شمول یو شمیر نهادونه، د ټاکنو د اوسني کمېسیون د چارواکو د لیرې کولو غوښتنه کوي.