1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټاکنو کي شکايتونو ته د رسېدگۍ بهير پيل سو

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په رسمي توگه د شکایتونو د څېړلو بهیر پیل کړ. دې کمېسیون ته په لیکلې بڼه او د تلیفون له لارې د رسیدلو شکایتونو شمیر ۳۱۰۳ ته رسیږيږي.

https://p.dw.com/p/1Bdlq
انځور: DW/H. Sirat

په دغو شکایتونو کې ۲۵۸ یې د ولسمشرۍ له پاره کانديدانو پر ضد، ۵۷۳ یې ولایتي شوراگانو ته د کاندیدانو پر ضد او ۷۷۲ یې د ټاکنو د کمېسیون د کارکوونو پر ضد دي. د شکایتونو د کمیسیون په حواله په ور رسیدلو شکایتونو کي، ۱۵۳۰ یې د تلیفون له لارې دي چې یوازي د معلوماتو په توگه اعتبار لري او په اړه یې کوم سند موجود نه دی.

د دې کمېسیون ویاند نادر محسني، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د اپريل ۸) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «د قانون د احکامو له مخې سر له ننه به د هغو شکایتونو د څېړني بهیر پیل شي چې موږ ته د ټاکنو په اړه رسیدلي دي.»
د شکایتونو له ډلې څخه یو یې هم دا دی چې ټاکنیزو کارکوونکو څارونکو ته د شکایتونو د ثبت پاڼي نه دي ورکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي چې د دوشنبې ورځي پر ۱۲ بجو په رسمي توگه د ټاکنیزو شکایتونو د منلو وخت پای ته رسیدلی دی. دې کمیسیون زیاته کړې ده چې تر دې وخت وروسته اوس د ټاکنو په اړه کوم شکایت نه ثبتیږي.

کمېسیون د افغانستان له خلکو سره ژمنه کړې ده چې هغه څوک به د افغانستان ولسمشر شي چې پاکې رایې ولري. ښاغلي محسني وویل: «هر هغه چا چې په ریښتنې توگه د افغانستان د خلکو رایې او اعتماد ترلاسه کړی وي، موږ هماغه کس د تقلبي رایو تر تصفیې وروسته د افغانستان خلکو ته معرفي کوو.»

د ټاکنیزو موادو لیږد

په عین حال کې د ټاکنو کمېسیون وایي چې اوس له ۲۰ ولایتونو څخه کابل ته د رایو د لیږد بهیر روان دی. د دې کمېسیون په خبره له بدخشان، غور او دایکندي ولایتونو څخه د رایو د صندوقونو د لیږد بهیر د هوا د خرابۍ له کبله ځنډول شوی دی.

د ټاکنو د کمېسیون ویاند نور محمد نور، په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د ټاکنیزو موادو په لیږد کې مرسته کوي. څو دغو موادو ته کوم ضرر و نه رسیږي: «د پایلو د پاڼو په اړه موږ پریکړه کړې ده چې له ۲۲ ولایتونو څخه پایلي د هوایي ترانسپورت له لاري انتقال کړو. دا ځکه چې دغه مواد ډیر مهم دي او باید ورته زیان و نه رسیږي.»

ښاغلي نور وویل چې د رواني اونۍ په پای کې به د ټاکنو قسمي پایلې اعلان شي: «له خپل ملت سره ژمنه کوو چې امکان لري د رواني اونۍ تر پایه پوري پایلي د سلنې له مخې خپل ملت ته اعلان کړو.»

د ټاکنو د کمېسیون د مهال ویش له مخې د ثور پر څلورمه نېټه د ټاکنو لومړنۍ پایلې او د ثور پر ۲۴مه نیټه د ټاکنو وروستۍ پایلي اعلانیږي.