1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يوه مسيحي مطبعی باندی په ترکيه کښې حمله شوی ده

۱۳۸۶ فروردین ۳۰, پنجشنبه

په دغه حمله کښې دری کارکوونکې وژل شوی دی، چې پکښې يو آلمانۍ هم دی. د آلمان د بهرنيو چارو وزير شتاين ماير دغه عمل په کلکه غندلی او له ترکيي څخه ېي د پلټونو غوښتنه کړی ده.

https://p.dw.com/p/DKEg
انځور: AP

د ترکيي په ختيځ ښار مالتيه کښې د دغه مطبعې د کارکوونکيو غاړی ېي په چاړه باندی پری کړی دی. محلي والي وايي چې څلور تنه مشکوک کسان نيول شوی دی.

د ترکيې په پلازمينه عنقره کښې د آلمان سفارت د واقعی سيمی ته خپل مامورين استولی دی، تر څو د دغه عمل په واضع کولو کې مرسته وکړی.