1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کې مهاجرو اعتراضونه وکړل

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۶, یکشنبه

په يونان کې شاوخوا دوه سوو مهاجرو په کمپونو کې د موجوده ناوړه وضعيت په غبرګون کې اعتراضونه کړي. دغو مهاجرو د شنبې ورځې په ماښام د يونان د شمالي ښار «تسالونکي» د لويې لارې يوه برخه هم تړلې وه.

https://p.dw.com/p/2xFmx
Griechenland Flüchtlinge am Grenzübergang in Idomeni
آرشفانځور: S. Mitrolidis/AFP/Getty Images

اسوشتيد خبري آژانس ویلي دي چې په يونان کې د مهاجرو له خوا د شنبې ورځې په ماښام ترسره شويو اعتراضونو شاوخوا يو ساعت دوام کړ. دغه اعتراضونه وروسته له هغې پاي ته ورسيدل چې سيمې ته د تاوتريخوالي ضد پوليس ورسيدل.

مهاجرو وروسته له هغې پر اعتراضونو لاس پورې کړ چې د کمپ خیمې یې تر اوبو لاندې شوې.

دغه کمپ په سيمه کې د پوځ په پخوانيو تاسيساتو کې جوړ دی چې مهاجرو د ساتلو له پاره په کې کانتينري کوټي ايښودل شوي دي. خو يونان ته له ګاونډي هيواد ترکيې څخه د ډير شمير مهاجرو او پناه غوښتونو په راتلو سره اوس په دغه کمپ کې د ځای د کمښت له امله خيمې هم درول شوې دي.

اروپايي ټولنې او ترکيې په ۲۰۱۶م کال کې اروپا ته د غير قانوني مهاجرتونو د رسیدو د مخنيوي په موخه يو تړون لاسليک کړ. که څه هم د دغه تړون تر عملي کيدو وروسته په يونان کې د تازه مهاجرو شمير لږ شوی خو د مهاجرتونو لړۍ لا هم ادامه لري.

د رپوټونو پر اساس اوس مهال هم په سيمه کې د مهاجرتونو لړۍ ادامه لري چې له امله د يونان کمپونه له خپل حد او وړتياو شاوخوا دوه برابره ډک شوي دي.

د ترکيې او اروپايي اتحاديې د تړون پر اساس ټول هغه مهاجر چې په غيرقانوني توګه يونان ته رسيږي د يونان په ټاپوګانو کې ساتل کيږي. دوي بايد خپلې د پناه غوښتنې هم له دغو ټاپوګانو څخه د يونان دولت ته وړاندې کړي او د ځواب ترلاسه کولو له پاره يې اړ دي په دغو کمپونو کې انتظار وباسي.

موضوع سره په تړاو له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: