1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يمن کې د آلماني وسلو د کاریدو په اړه د څېړنې سياسي پايلې

۱۳۹۷ اسفند ۹, پنجشنبه

یوې څیړنې موندلې چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د یمن په جګړه کې له آلماني وسلو څخه کار اخیستی دی. اوس نو د آلمان د اپوزیسیون سیاستوال له سعودي عربستان سره د ستراتیژیک مشارکت د ختمیدو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/3EF63
DW Exclusive Deutsche Waffen in Jemen SPERRFRIST 26.02.2019 20 Uhr Oshkosh-Kampffahrzeuge mit Fewas-Waffenstation
انځور: EPA-EFE/REX/Shutterstock/N. Almahboobi

د آلمان وسلې د يمن په جگړه کې تر هغه زيات نقش لري چې تر اوسه یې فکر کيده. د دويچه ويله، سترین مجلې، د آلمان د لومړي تلویزيون د مونشن رپوت خپرونې، د هالند د لایت هاوز رپوتس څېړنیز دفتر او د بیلنګ کت  څيړنیزې شبکې خبریالانو د يمن په جگړه کې پر ځمکه او په هوا کې په آلمان کې د جوړو شویو وسلو د کارولو په هلکه يو شمېر شواهد راټول کړي دي.

د «GermanArms» شبکې دې څېړنې ډېر سياستوال په غوسه کړې دي. په بوندستاگ يا د آلمان په پارلمان کې د زرغون گوند د بهرني سياست وياند اميد نوري پور، دويچه ويله ته وويل: «د آلمان د حکومت هغه ټولې ادعاوې چې ويل یې د يمن په جگړه کې له آلماني وسلو کار نه دی اخيستل شوی، يوازې بې معنی خبرې وې.»

نوري پور زياته کړه چې د آلمان حکومت پر «خپلو کړنو کنترول» له لاسه ورکړی دی. 

د آلماني حکومت استازو لا د مخه د دې ډاډ ورکړی وو چې په دې اړه هیڅ رپوت نه لري چې په آلمان کې جوړې شوې وسلې دې په يمن کې کارول شوي وي. د آلمان د اقتصاد وزير پيتر التماير، آن په فيبروري مياشت کې د مونشن د کنفرانس پر وخت ويلي ول چې «زه په دې هکله په هيڅ هم خبر نه يم». خو ډېری سياستوالو اوس تر دې څيړنې وروسته دا پوښتنه کړې چې آيا د وسلو په برخه کې د کنترول مقررات، په رښتيا هم کافي دي؟

وسله رانيونکي بايد مقررات مراعت کړي

د آلمان په پارلمان کې د محافظه پالو، مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال د اتحاد د بهرني سياست وياند يورگن هارت، له دويچه ویله سره په مرکه کې وويل: «هر دولت چې له آلمانه وسلې رانيسي، بايد دا لاسليک او تائید کړي چې اخیستل شوې وسلې په هغه هیواد کې چې هغه یې رانیولي پاتیږي. که چېرې يو هېواد خپل دا مکلفيت  نه پر ځای کوي، د نورو وسلو د صادرولو په برخه کې بايد له جدي پایلو سره مخامخ شي.»

MSC 2018 | Omid Nouripour
اميد نوري پورغوښتنه کوي چې له سعودي عربستان سره دې ستراتيژيک مشارکت له منځه يوړل شيانځور: DW

د مگړۍ د مارچ تر نهمې نيټې پورې سعودي عربستان ته د وسلو پر ليږد بندیز دی. دليل یې د سعودي خبریال جمال خاشقجي وژنه ده. هارت له دويچه ويله سره په مرکه کې وويل: «زما له نظره موږ بايد په راتلونکي کې داسې چلن وکړو لکه توافق مو چې پرې کړی وو: يعني هغو هېوادونو ته وسله ور نه کړو چې د يمن په جگړه کې فعاله ونډه لري.»

آلمانۍ وسلې په ناسمو لاسونو کې

په پارلمان کې د سوسيال ديموکرات گوند د جناح د مشر رولف ميوڅنش، له پاره دا څيړنې د دې ښکارندوي کوي چې «په دې وروستیو کلونو کې زموږ د بهرني سیاست قطب نما سمه نه وه». هغه زياته کړه چې له اوږدې مودې راهيسې یې دا انديښنه لرله چې له آلمان څخه بحراني سيمو ته انتقال شوې وسلې به په عملي توگه په بحرانونو کې وکاريږي.

اپوزيسيون له همدې کبله اوس د څرگندو عواقبو غوښتنه کوي. د آلمان د زرغون گوند د بهرني سياست وياند اميد نوري پور، وويل: «د آلمان حکومت له سعودي عربستان سره ستراتيژيکه همکاري بايد په بشپړه توگه ختمه کړي.»

د کيڼ اړخ ګوند د بهرني سياست وياند شتيفان لیبچ، هم له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «له دې سره دا خبره لا پسې روښانه شوه چې د آلمان حکومت د يمن د جگړې د کړاونو شريک مسئوليت لري او که سړی دا نه غواړي نو په جگړه کې ښکيلو ټولو اړخونو ته دې د وسلې ليږد ودروي.»

حکومت غواړي ارزونې وکړي

د آلمان د حکومت مرستیالې وياندې اولريکه ديمر، وويل چې دا رپوټونه به د حکومت له خوا وارزول شي. هغې زياته کړه دا چې سعودي عربستان ته صادرې شوې وسلې په پاې کې چېرته رسيدلي دي، حکومت یې په اړه دمگړۍ معلومات نه لري.  خو په خبره یې دا يوه مهمه پوښتنه ده او حکومت اوس په دې اړه ارزونې کوي.