1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يمن کي ځانمرگو بريدونو په لسونو انسانان وژلي

dpa,AFP,AP۱۳۹۳ اسفند ۲۹, جمعه

د یمن په پلازمېنه سنعا کې ځانمرگو برید کوونکو پر دوو مسجدونو باندي يرغلونه کړي دي. دغو مسجدو ته ډیر وخت شعیه حوثي یاغیان ورتلل. سنعا اوس د حوثي ياغيانو په کنترول کې دی.

https://p.dw.com/p/1Eud2
انځور: Reuters/Khaled Abdullah

چارواکو او عیني شاهدانو ويلي دي چې برید کوونکو د ماسپښین د لمانځه پر مهال په بدر او الهشاهش مسجدونو کې ځانونه والوزول.

تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې په پیښه کې څو تنه وژل شوي دي خو ځینې رپوټونه ښيي چې ۷۷ کسان وژل شوي او تر سلو زيات ټپیان شوي دي.

په دغو مسجدونو کې ډیر وخت شعیه حوثي ملیشو لمونځ کاوه چې د تیر کال له سپتمبر میاشتې راهیسي پر دغي سیمي باندي کنترول لري.

تر دې دمخه یاغیانو د یمن ولسمشر ابید رابو منصور هادي، نظر بند کړ. هادي بیا وروسته ادین ښار ته په تیښته بریالی شو.

هغه تر اوسه پوري هم د یمن قانوني ولسمشر شمېرل کیږي خو د دې هیواد ډیري برخې د حوثي ډلي تر کنترول لاندي دي.

د دغو بريدونو مسئولیت تر اوسه پوري لا کومي ډلي منلی نه دی.