په ولسي جرگه کي اهل هنودو ته يوه چوکۍ ځانگړې سوه
۱۳۹۲ شهریور ۱۳, چهارشنبهد افغانستان پارلمان د ټاکنو د قانون يوه ماده چي په هغه کي اهل هنود ته يوه چوکۍ په پام کي نيول سوې وه له منځه وړې وه. د پارلمان د استازو دغه کار د اهل هنودو، مدني ټولني او بشري حقونو د ساتونکو له سختو نيوکو سره مخامخ سو.
په افغانستان کي د هندواڼو او سيکانو شورا هغه مهال وويل، په هغه صورت کي چي د افغانستان حکومت د دغه مذهبي اقليت له حقوقو څخه دفاع نه سي کولای، نو دوی به په ډله ييزه توگه له افغانستان څخه ووځي.
خو د افغانستان د جمهوري رياست د مطبوعاتو دفتر د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۴) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي: «په دغه تقنيني فرمان کي د هيواد جمهور رئيس د افغانستان د اساسي قانون د نهه اويايمي ماده په حکم سره د انتخاباتو د قانون په ځينو برخو کي تعديل او په ولسي جرگه کي د اهل هنود او سيکانو له پاره يوه چوکۍ تصويب او توشيح کړه.»
حامد کرزي په دغه فرمان کي د عدليې او په پارلماني چارو کي د دولت وزير موظف کړي دي چي دغه فرمان د ۳۰ ورځو په ترڅ کي ملي شورا ته تقديم کړي.
دغه راز په دغه تقنيني فرمان کي راغلي دي چي په قانون کي وارده تعديلات د توشيح له نېټې څخه نافذ او د وزيرانو شورا له مصوبې سره يو ځای په رسمي جريده کي خپاره سي.
د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کي د افغانستان اهل هنود او سیکانو استازي لرل خو پارلمان نه په ورتگ بريالي نه سول.
په افغانستان کي مدني نهادونه وايي چي د افغانستان په ولسي جرگه کي ښځو او کوچيانو ته امتياز ورکړل سوی دئ، نو د اهل هنودو له پاره دي هم دغه امتياز په پام کي ونيول سي.
د افغانستان د هندواڼو اوسيکانو د شورا په خبره د دغه مذهب پيروان په دغه هيواد کي د دېرشکلني جگړې په بهير کي ډير ئې له هيواد څخه ووتل. هغوی ويلي دي چي په افغانستان کي د اهل هنودو له ۲۰ زرو کورنيو څخه ئې اوس يوازي ۳۰۰۰ کورنۍ پاته دي.