1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په وسلوال برید کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټپي شوی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۶, یکشنبه

پاکستاني چارواکو ویلي چې وسلوالو کسانو تر یوې غونډې وروسته د کورنیو چارو پر وزیر ډزې کړې او هغه یې په اوږه ټپي کړی دی. د چارواکو په وینا بریدګر تر پیښې وروسته نیول شوی دی.

https://p.dw.com/p/2xGAZ
Pakistan Innenminister Ahsan Iqbal
انځور: picture-alliance/AP Photo/NA. Naveed

د پاکستان د حکومتي چارواکو په وینا د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال، د یوې غونډې تر پای ته رسولو وروسته د خپل موټر پر لور روان وو چې ورباندې برید وشو. د عمران کشور په نامه د پاکستاني پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي چې د کورنیو چارو ټپي وزیر له خطرناک حالت څخه بهر دی او ژوند یې ته خطر پیښ نه دی.

دغه برید د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې شوی دی او د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د دغه برید غندنه کړې. د پولیسو د دې چارواکي په وینا تر برید سمدستي وروسته بریدګر نیول شوی. د هغه په وینا بریدګر یو ۲۲ کلن کس دی او پر وزیر باندې یې له نزدې واټن څخه ډزې کړي. تر اوسه پورې د برید انګیزه معلومه نه ده او په هکله یې پلټنې روانې دي.