1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په واشنګتن ګې د جمهور ريس پر دندې گمارلو مراسم

۱۳۸۷ بهمن ۱, سه‌شنبه

د لوړې د مراسمو څخه وروسته د امريکا د کنگرس لخوا د غرمې ډوډۍ تياريږي، په داسې حال کې چې جورج ډبل يو بوش په هليکوپتر کې کوم بل ځای ته بيول کيږي.

https://p.dw.com/p/GcXJ
بارک اوباما
بارک اوباماانځور: AP

د نوي اولسمشر د پر دندې گمارلو مراسم له هغه چوکاټ څخه وتلي دي چې د امریکا د متحده آيالتونو د اساسي قانون لخوا ورته په نظر کې نيول شوي دي. اساسي قانون يوازې لوړه تعيين کړې ده. خو اوس د ماروين کرانڅ په اند دغه مراسم په پراخو لمانځنو بدل شوي دي.نوموړي تاريخپوه د کانگرس په کتابتون کې کار کړی دی او همداراز د امريکا په ملي کتابتون کې يې هم دنده تر سره کړې ده. اوس يې تقاعد کړی دی او د پنسلوينيا اوېنيو په موزيم کې کار کوي. نوموړی وايي:

«دا چې دغه مراسم پراخه شوي دي، دې پورې اړه لري چې د کالونو په تېرېدو سره وار په وار دودونه زيات شوي دي.«

په تېره بيا پوځ په دغو مراسمو کې يو خاص رول لوبوي. پنځه زره عسکر د رسم و گذشت په ترڅ کې سپينې ماڼۍ ته مزل کوي، په ارکسترونو کې موزيک غږوي او يا نظم و دسسپلين ساتي. په دې اړه تورن مېرېت فيليپس چې د نظامي ځواکونو د مراسمو د پرانستنې د کميټې غړې ده، وايي:

«په لومړنيو مراسمو کې حتی کله چې جورج واشنگټن پخوانۍ پلازمېنې نيو يارک ته روان و، هغه د نظاميانو او ملکيانو لخوا بدرگه شوی و. د هغه وخت راهيسې پوځ همېشه د نوي اولسمشر د گمارلو په مراسمو کې گډون کوي. نوی اولسمشر د پوځ لوی قوماندان هم دی او موږ هغهء ته وړ مراسم او وياړ وربښو چې ورته لازم دي.«

ټول مراسم دباندې تر سره کيږي، نوی اولسمشر د خلکو په وړاندې لوړه کوي په داسې حال کې چې د هېواد درې واړه ځواکونه يعنې مقننه اجرايه او عدليه څانگې حضور لري.
ټول مراسم دباندې تر سره کيږي، نوی اولسمشر د خلکو په وړاندې لوړه کوي په داسې حال کې چې د هېواد درې واړه ځواکونه يعنې مقننه اجرايه او عدليه څانگې حضور لري.انځور: Illuscope

ټول مراسم دباندې تر سره کيږي، نوی اولسمشر د خلکو په وړاندې لوړه کوي په داسې حال کې چې د هېواد درې واړه ځواکونه يعنې مقننه اجرايه او عدليه څانگې حضور لري.

«د اجرايه ځواک نوی مشر يعنې اولسمشر د عدليه قوې په لور لوړه کوي، يعنې په کاپيتول کې. چې د لوړې دغه مراسم د امريکا د متحده آيالتونو د قاضي القضات له اړخه تر سره کيږي.«

دغه مراسم به نن هم تر سره شي. خو په لومړي ځل يو تورپوستی سړی سپينې ماڼۍ ته کډه کوي. د بي بي سي د يوې ټولپوښتنې له مخې، چې په اولس هېوادونو کې تر سره شوې ده، دوه په درېو کې وگړي په دې نظر دي چې باراک اوباما به د امريکا د متحده آيالتونو او د نړۍ د نورو هېوادونو تر منځ اړيکې ښې کړي. په داسې حال کې چې اوباما ته د پخواني حکومت لخوا ډېرې ستونزې، لکه نړيوال مالي بحران او په افغانستان او عراق کې خونړۍ جگړې په ميراث پاته دي.