1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي یو بس کندي ته لوېدلی- ۲۵ کسان مړه دي

۱۴۰۱ مهر ۱۳, چهارشنبه

د هند په شمال کي د يوه واده سرويس موټر له یوې غرنۍ لاري څخه اوښتی او یوې کندي ته لوېدلی دی. په ده پېښه کي ۲۵ کسان مړه سوي دي.

https://p.dw.com/p/4Hm4T
Indien - Krankenwagen
انځور: Raj K Raj/Hindustan Times/imago images

د رپوټونو له مخي دغه بس ۵۰۰ متره ژوري کندي ته لویدلی دی. د NDTV خبري آژانس او نورو رسنیو د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړی دی چي په دغه پیښه کي چي د سې شنبې په ورځ د هند د اوتاراکند ایالت د پاوري گرهوال په سیمه کي رامنځته سوې ده، د نوموړي بس له ۵۰ تنو مسافرو څخه څه ناڅه ۲۵ مړه سوي دي.

د نوموړي ایالت امنیه قوماندان آشوک کومار د ANI خبري آژانس ته ویلي دي چي پولیس او د ژغورني عملې د شپې له خوا وکولای سول ۲۱ کسان ژوندي راوباسي او روغتون ته یې انتقال کړي. د دغي پیښي علت په اول سر کی معلوم نه وو.

د هند د صدراعظم نریندا مودي دفتر دا یوه »له غمه ډکه پیښه« وبلله. مودي په خپل تویتر کي لیکلي چي له قربانیانو سره يې د هرډول مرستي ژمنه وکړه.

نوی ډيلی: یوې تجارتي سیمه ته سخت سيلابونه راغلې

په هند کي زیاتره وخت دغه ډول سختي ترافیکي پیښي رامنځته کیږي. د دغه هیواد ډېر سړکونه نړېدلي او زیاتره وخت د موټروانانو له خوا ترافیکي مقررات هم په نظر کي نه نیول کیږي.

د نړیوال بانک د رپوټ له مخي چی تیر کال خپور سوی، په هند کي د نړۍ ۱۱ سلنه ترافیکي پیښي رامنځته کیږي. دا په داسي حال کي ده چي نوموړی هیواد د نړۍ د ټولو نقلیه وسایلو فقط یوه سلنه په اختیار کي لري.

دغه رپوټ په هند کي د ترافیکي پیښو د کلني تلفاتو شمیر ۱۵۰ زره تنه ښودلی دی. په دې ډول تقریباً په هرو څلورو دقیقو کي یو کس په ترافیکي پیښه کي مړه کيږي.

GP/NZ/AG