1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندي زده کوونکو کې ولي ځان وژنه زياته شوې؟

۱۳۹۸ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

د هند په لوړو تعلیمي موسیسو کې د زده کړې چانس ترلاسه کولو رقابتونو او په ښه درجه د فارغیدو تر فشار لاندې راغلو زده کوونکو کې د ځان وژنې پیښې په پرله پسې ډول مخ پر ډیریدو دي.

https://p.dw.com/p/3OBY3
Indien Schüler bei einer Prüfung
انځور: Imago/Hindustan Times

په هند کې د زده کوونکو د ځان وژنې تر ټولو ډیري پيښې په ۲۰۱۶م کال کې ثبت شوي دي. په دې کال کې ۹۴۷۴ زده کوونکو ځان وژنه کړې وه. یعنې په هر یوه ساعت کې یوه زده کوونکي خپل ژوند پخپله ختم کړی دی.

د نریندر مودي حکومت څو میاشتیې مخکې په پارلمان کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي ول چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ تر۲۶۵۰۰ ډیرو زده کوونکو ځان وژنه کړې ده.

په ۲۰۱۶م کال کې ۹۴۷۴په ۲۰۱۵م کال کې۸۹۳۴ او په ۲۰۱۴م کال کې ۸۰۶۸ زده کوونکو د ډیرو درسونو او په تعليمي ادارو کې د ښې درجې ترلاسه کولو د فشار له امله ځانونه وژلي دي.

له دغو شمیرو څخه معلومیږي چې په زده کوونکو او محصلینو کې د ځان وژنې د پيښو شمیر په پرله پسې ډول زیاتیږي.

که څه هم هند د تحصیل په برخه کې ډیر پرمختګ کړی دی، خو په دغه هیواد کې په نړیواله کچه مشهوري تعليمې ادارې د ګوتو په شمار دي. د انجینرۍ په برخه کې د مشهوري تحصيلي موسیسې «انډین انیستیتوت آف ټکنالوژي» د څانګو شمیر په ټول هند کې یوازې ۲۳ ته رسیږي چې په مجموع کې د نږدې ۱۱۰۰۰ محصلينو ګنجایش لري.

په دې پوهنتون کې د داخلې ترلاسه کولو له پاره سږ کال ۹۰۰ زرو محصلينو امتحان ورکړی وو. همدا وضعیت د طب په څانګه کې هم دی او د محصلینو ترمنځ ډیر سخت رقابت روان وي.

د راجستان ایالت کوټه ولسوالۍ ته د «کوچنګ ادارو» یا د ښوونې او روزنې د لارښود ادارو مرکز هم ویل کیږي. په دې ولسوالې کې تر سلو ډير داسې مرکزونه موجود دي چې تر ۱۵۰زرو ډير زده کونکي له خپلو کورونو څخه لیري په لوړو تعلمي موسیساتو کې د تحصیل چانس ترلاسه کولو له پاره زده کړې کوي.

د ډیرو زیاتو پيسو په مصرفولو سره دلته ماشومان په ورځ کې تر۱۶ ساعتونو پوري درس وایي. په دې وروستیو کې دلته ډير شمیر زده کوونکو د درسونو تر فشار لاندې د راتلو له امله ځان وژنه کړې ده، چې له امله یي اوس دا ښار د«قاتل ښار» په نامه مشهور شوی دی.

د روان پيژندونکو سپارښتنه

روان پيژندونکي ندهي پرساد، په زده کوونکو کې په مخ پر ډیریدونکي ډول د ځان وژنې د پيښو په ارتباط دویچه ویله ته وویل: «اوس داسې یو چاپيریال برابر شوی چې په پایله کې یي په زده کوونکو کې د ډپریشن یا ژور خفګان پيښې ډیرې شوې دي. له بده مرغه مور پلار په غیر قصدي توګه خپل د خواهشاتو بوج پر خپلو ماشومانو ور اچوي. او په دې وخت کې دا فکر نه کوي چې آیا ماشوم یي د دې بار د پورته کولو توان لري او که نه؟»

ندهې پرساد مور پلار ته سپارښتنه کوي: «تل خپل ماشومان وهڅوئ، تشویق یي کړی. په هغوی باور وکړئ او هغو ته موقع ورکړئ چې پخپله ځانته لاره ولټوي. هر وخت د هغوی د تیروتنو یادونه د دوی انګیزه او تلاش کموي او ځنې وختونه دا ډیر خطرناک ثابتیدلی شي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې تاسې باید له ځانه یو سمارټ سرپرست جوړ کړئ. اوس د معلوماتو عصر دی. ماشومان په دې ارتباط له تاسې څخه په ډيرو شیانو پوهیږي، نو له همدې امله دوی ته موقع ورکړئ چې ځانته یوه بهتره لاره انتخاب کړي.»

دویچه ویله اردو/ش.ن/ن.ز