1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کې د اقلیم بدلون له امله ځان وژنې ډیرې شوي

۱۳۹۶ مرداد ۱۱, چهارشنبه

په یوې تازه څیړنه کې اټکل شوی چې په هندوستان کې د تیرو ۳۰ کلونو په ترڅ کې د اقلیم د بدلون له امله د ځان وژنو په پیښو کې اووه سلنه زیاتوالی راغلی. د ځان وژنې ډیری پیښې د هندوستان په لیرو پروتو سیمو کې رامنځ ته کیږي.

https://p.dw.com/p/2hXeO
Indien Landwirtschaft
انځور: UNI

یوې تازه خپرې شوې څیړنې موندلې چې د کرهنې په موسم کې د هوا د توتیدو له امله په هندوستان کې د ځان وژنې پیښې ۷ سلنه له عادي حالت څخه لوړې شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو په بیرکیلي کې د کلیفورنیا پوهنتون د دې موضوع په هکله یوه تازه څیړنه کړې. په دې څیړنه کې په هندوستان کې د اقلیم د بدلون او د ځان وژنې د پیښو ترمنځ اړیکې څیړل شوي دي.

د دې څیړنې لیکوالې او چمتو کوونکې تاما کارلیتون، دویچه ویله ته په دې هکله وویل چې په هندوستان کې د جون او سپتمبر میاشتو په ترڅ کې د تودوخې د درجې د لوړوالي له امله د ځان وژنې پیښې زیاتې شوي دي. څیړنه وړاندیز کوي چې د حاصلاتو کمیدل او په پای کې د اقلیم بدلون د دې کار اصلي لاملونه دي.

کارلیتون په خپله څیړنه کې د کرنیزو حاصلاتو، د اقلیم بدلون او د ځان وژنې د پیښو ترمنځ اړیکې څیړلي. دغه څیړنه د ۱۹۶۷ نه تر ۲۰۱۳م کال پورې د ځان وژنې د پیښو د هغو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي چې له حکومتي ادارو څخه ترلاسه شوي.

Bildergalerie Indien Nahrung
انځور: DW/P. Mani Tewari

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په هندوستان کې یوازې په ۲۰۱۲م کال کې شاوخوا ۱۲۹۰۰ بزګرانو ځان وژنه کړې. دا په داسې حال کې ده چې د ۱۹۹۵م کال راهیسې له ۳۰۰ زرو څخه زیاتو هندي بزګرانو ځانونه وژلي.

په څیړنه کې راغلي چې د هندوستان د کارګرو له نیمايي څخه زیاته برخه یې په داسې کرهنه بوخت چې د اوبو منابع یې له باران څخه تمولیږي او دغه څه تر ډیره پورې د اقلیم پر بدلون، موسمي بارانونو، د تودوخې امواجو او وچکالۍ سره مستقیمې اړیکې لري.

اوس مهال په هندوستان کې د ځان وژنې زیاتره پیښې د هندوستان په مهاراشترا، اندرا پردیش، کرناټاکا، مادهایا پردیش او چتیس ګر کې ایالتونو کې رامنځ ته کیږي دغه ایالتونه د هندوستان د ساحل پر غاړه پراته دي او بزګران یې د کرنې له پاره تر دیره پر موسمي بارانونو تکیه کوي.

کارلیتون دویچه ویله ته وايي چې د هندوستان په جنوبي سیمو کې د ځان وژنې تر ټولو ډیرې پیښې ثبت شوي او لامل یې په دې سیمه کې د تودوخې په درجه کې بدلون په ګوته کوي.

 په نړۍ کې په کلني ډول شاوخوا ۸۰۰ زره کسان ځان وژنه کوي چې له دې ډلې څخه ۱۳۵ زره یې چې ۱۷ سلنه تشکیلوي، یوازې په هندوستان کې دي. داسې فکر کیږي چې ښايي په هندوستان کې دغه شمیرې تر دې هم لوړې وي، ځکه چې په دې هیواد کې د ځان وژنې زیاتره پیښې په رسمي توګه نه ثبتیږي.

 د هندوستان په ځینو سیمو کې ځان وژنې ته د بد کار په سترګه کتل کیږي، او له همدې امله د قرباني شوي کس خپلوان حکومت ته د هغه د مرګ لامل بل څه په ګوته کوي. څیړنه همدا راز زیاتوي چې د ځان وژنې په زیاترو پیښو کې بزګرانو زراعتې دواګانې خوړلي دي.

د ځان وژنې د پیښو د کمیدو په موخه، د هندوستان حکومت د ۱،۳ میلیادو ډالر په ارزښت د بیمې یو پروګرام هم پیل کړی. د دې پروګرام له لارې بزګرانو ته پور ورکول کیږي ترڅو د زیان په صورت کې له ځان وژنو مخنیوی وشي.