1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده

۱۳۸۶ تیر ۱, جمعه

د ناټو تر مشرۍ لاندې د هوايي ځواکونو په يو بريد کې په افغانستان کې د پوليسو په وينا د طالبانو د شل تنو مشکوکو جنگياليو تر څنگ 25 تنه ملکي وگړي هم وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/DK9R
د بريدونو موخه په گرشک ولسوالۍ کې آدم خان نومي کلی و
د بريدونو موخه په گرشک ولسوالۍ کې آدم خان نومي کلی وانځور: picture-alliance/ dpa
د افغانستان په جنوب کې د هلمند د ولايت د پوليسو مشر ښاغلي محمد حسن وويل چې په مړو کې ښځې او ماشومان هم راځي. د بريدونو موخه په گرشک ولسوالۍ کې آدم خان نومي کلی و. په تېر مهال کې څو ځلې د ايساف د عسکرو په حملو کې ملکي وگړي وژل شوي وو. ځينې وخت اورپکو ملکي وگړي يرغمل کړي وو تر څو ځانونه له هوايي بريدونو څخه وژغوري. د ايساف يوه وياند د AFP خبري اژانس ته ويلي دي چې دی د ملکي وگړو وژنه تائيدوي، ولې دوی تر اوسه نه پوهېږي چې «دغه ملکي وگړي څوک دي او څومره دي.»