1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي 14 تنه ښځي او ماشومان وژل سوي

۱۳۹۰ خرداد ۸, یکشنبه

په هلمند کي يوار بیا د ناټو ځواکونو په هوايي بمباريو کي ولسي کسان ، چي مېرمني او کوچنيان دي وژل سوي دي. پيښه په نوزاد ولسوالۍ کي را منځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/11Q8Y
په هلمند کي د جگړې يو قرباني ماشوم
په هلمند کي د جگړې يو قرباني ماشومانځور: Karlos Zurutuza

د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ د سلام بازار د سيمي اوسيدونكي چي د وژل سويو كسانو جسدونه يې لښكرګاه ته انتقال کړي خبريالانو ته ويلي ، چي پيښه د شنبې په ورځ غرمه مهال را منځ ته سوې.

د عيني شاهدانو په خبره پيښه وروسته له هغه را منځ ته سوې چي طالبانو ددوى كلي ته نږدې د ايساف پر يوې امنيتي پوستې ډزي وكړې ، اوبيا ايساف ځواكونود طالبانو پرځاى د ملكي وګړو پر درو كورنو بمونه وغورځول.

د ځايي اوسيدونکو په خبره په دې بمبار کي پنځه تنې نجوني اوه تنه هلکان اودوې تنې ښځي ووژل سوي ا وشپږتنه چي درې ماشومان يوه ښځه اودوه تنه نور دي هم ټپيان سوي دي.

کليوالو د هلمند مرکز لښكرګاه ته د اتوتنوجسدونه وړي تر څو چارواکو ته يې وښيي.د هغوی په خبره چي څلور نور تر خاورو او ديوالونو لاندي دي او لس تنه نور ټيان دي چي شپږ ايساف ځواكونو له ځانونوسره خپلو روغتونو ته وړي او څلور په سيمه ييزه روغتونوكي تر درملني لاندي دي.

د هغه ولايت وياند داؤد احمدي ويلي دي چي دغه بريد د شنبې په ورځ په نوزاد ولسوالۍ کي تر سره سوی.

نوموړي ويلي، ناټوغوښتل چي د شنبې په ماښام هغه وسله وال په نخښه کړي ، چي تر مخه يې په ياده ولسوالۍ کي د امريکايي ځواکونو پر مرکز بريد کړی و.

د احمدي په خبره ، بمونه پر دوو ولسي کورنو لويدلي چي له امله يې دوې مېرمني، پنځه نجوني او 7 هلکان وژل سوي.

د ناټو وياند جگړن ټيم جېمز ويلي دي چي ناټو د ولسي مرگ ژوبلو په هکله راپورونه تر لاسه کړي دي.

نوموړي زياته کړې چي د پيښي ځای ته يې افغان عسکر لېږلي تر څو د پلټني وکړي. هغه وويل چي ناټو به د دغي پيښي په اړه وروسته نور معلومات خپاره کړي.

د يو بل خبر له مخه په افغانستان کي ايساف ځواکونو په خپله يوه خبرپاڼه کي ويلي چي د خوست ولايت په موسي خېل ولسوالۍ کي يې يوه مېرمن وژلې او يو شمېر نور وسله وال يې ژوندي نيولي دي.

په خبرپاڼه کي راغلي ، يوه مېرمن چي په راکټ توغندۍ باندي مسلح وه ، د افغان او بهرنيو عسکرو لخوا ووژله سوه.

دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي وړاندي په تخار ولايت کي پر ملکي وگړو د هوايي بمباريو وروسته ځايي خلکو په لاريونونو لاس پوري کړی چي وروسته بيا پر لاريون کونکو هم ډزي وسې او څو تنه پکښي ووژل سول.

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل