1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي د کوچنيانو خوارځواکي ډيره سوې ده

۱۳۹۱ مهر ۱۷, دوشنبه

د هلمند ولايت روغتيايي چارواكي وايي، چي ورځ تر بلي په دغه ولايت کي د خوار ځواكو ماشومانو نارغي ډيريږي. د دې ناروغۍ اصلي علت په سيمه کي نا امني ښوول سوې ده.

https://p.dw.com/p/16M5t

د دغه ولايت روغتيايي چارواكي وايي چي د دې ناروغۍ عامل په سيمه كې د پوهاوي نسته والی، نا امني او اقتصادي ستونزي دي چي له امله يې په لسونو کوچنيان هره ورځ د لښكرگاه مركزي روغتون ته د درملني له پاره ور وړل كيږي.

په لښكرگاه کي د بست روغتون رئيس ډاكتر نثار احمد بارک وايي، چي د دې ناروغيو اصلي عامل له يوې خوا د ميندو پرله پسي ولادتونه دي چي ماشومان خوار ځواكه پيداكيږي او له بلي خوا ځيني ميندي د اميد وارۍ پرمهال ښه غذايي موادو نه ور رسيږي.

ډاكتر بارک د هلمندولايت په يو شمير سيمو كې نا امني او بېلابېلي امنيتي پيښي هم پر دې باندي تاثيرات لري، چي ماشوم دي وږی پاته سي.

هغه زياته كړه چي د خوارځواكۍ په ناروغۍ د اخته ماشومانو شميره په منځنۍ كچه ۳۰ تنه ته رسيږي چي هر ورځ بست روغتون ته ور وړل كيږي.

همدا راز بارک زياتوي چې دبست روغتون پرسونل دهر ډول ناروغانو د درملني وړتيا لري خو د روغتيا وزارت دوى ته پوره پاملرنه نه دي كړې او نه هم په دي توانيدلي دي، چي په تيرو څو كلونو كې د دوى تشكيل پراخ كړي.

څو ورځي وړاندي د هلمند د عامي روغتيا رياست مشر عنايت الله غفاري رسنيوته وويل، چي د دغه ولايت اويا سلنه خلكوته روغتيايي اسانتيا وي رسولای سي. دا په داسي حال کي ده چي په ولسواليو كي ډيرى اوسيدونكي د روغتيايي خدمتونو د كمښت له امله اړ دي چي د دغه ولايت مرکز لښكرگاه ته ځانونه ورسوي.

په بست روغتون کي يو شمېر هغو کورنيو چي خپل ماشومان ئې د تداوۍ له پاره را وستلي ول، دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي په ولسواليو كي دوى ته د دې ډول ناروغانو د درملني امكانات نه دي برابر.

په دغه روغتون كي د ماشوماتو د څانگي مسئول ډاكتر محمد داود وايي، چي په دا وروستيو كي د دغه ډول ناروغه کوچنيانو شمير زيات سوى دئ او د دغه روغتون ترڅنگ په ولسواليو کي ئې هم کوچنيان تر څارني لاندي نیولي دي.

دی وايي:«په بست روغتون كې د درملني ترڅنگ ۶۰۰ نور په دي ناروغۍ اخته کوچنيان په ولسواليو كي هم تر څارني لاندي دي.»

د يادولو وړ ده چي د کوچنيانو نړيوال سازمان هم څو ورځي دمخه په يوه خپاره سوي راپور كي ويلي وه، چي په افغانستان كي ياده ناروغي مخ پر زياتيدو ده.

مجتبی محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل