1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي د شري ناروغي د ماشومانو ژوند اخلي

۱۳۸۹ دی ۱۲, یکشنبه

دغي ناروغۍ دوې اونۍ د مخه په نوزاد ولسوالۍ کي د اتو ماشومانو ژوند واخستی او اوس په نورو ولسواليو کي په چټکۍ سره پراخيږي.

https://p.dw.com/p/QlsU
افغان ماشومان واکسينونو ته سترگي په لاره دي
افغان ماشومان واکسينونو ته سترگي په لاره ديانځور: AP

د هلمند د عامي روغتيا رياست مسئولينو ومنل چي په دې ولايت كي د شري ناروغي زياته سوې ده.

څو اونۍ وړاندي د هلمندولايت د نوزاد ولسوالي اوسيدونكو د شري ناروغي د زياتوالي له امله شكايت كوی خو اوس ددغي ناروغۍ پيښي په مارجي،ناوې او واشير ولسوالي كي هم راپيداسوي دي.

په بست روغتون كي ډاكتر عبدالناصر يقين وايي له واشير، ناوې او مارجي ولسواليو څخه دوی ته د شري په ناروغۍ اخته ماشومان رسيدلي دي.

ډاكتر عبدلناصر يقين وويل د شري په ناروغۍ هغه اخته ماشومان ډير جدي څاري او درلمنه يې كوي چي له ليري پرتو سيمو څخه دوی ته راوړل كيږي.

د شري د ناروغي پيښي په داسي حال كي د هلمند په ډيرو ولسواليو كي ليدل کيږي چي د هلمند د روغتيا رياست د كتلوي معافيت كار كوونكي په وران كال كي د شري او پوليو ضد واكسين پلي كړي.

د هلمند د عامي روغتيا ريس ډاكترعنايت الله غفاري وايي د شري يوشمير پيښي ورته رسيدلي دي خو ډيري جدي نه دي. مګردى خبر وركوي چي په دې اړه يي ټول سيمه ايز كلينيكونه او روغتيايي مركزونه د تيارسۍ په حال كي دي.

د هلمندولايت په بيلابيلو سيمو كي د شري وژونكي ناروغي په داسي حال كي ورځ تر بلي زياتيږي چي هوايخه ده او په ډيرو سيمو كي خلك ورغتيا يي خدماتو ته لاس رسى نه لري.

كه څه په شري باندي داخته سوو ماشومانو دقيقه شميره نه ده ترلاسه سوي خو

د ناداعلي ولسوالي اوسيدونكي محمدزمان غوښتنه كوي چي د روغتيا ګرڅنده ډلي دي د دوی كليو او بانډو ته ورسي او د شري د وژونكي ناروغۍ څڅه دي ددوي د ماشومانو ساتنه وكړي.

نوموړي وويل چي دغه ناروغي په دومره لوړه كچه هم نده او پر ځايې خلكو يې نيوكه وكړه چي دوى خپل ماشومان كيلينكونوته د واكسين لپار نه ورولي چې له همدي امله په ساري ناروغيو اته كيږي.

مجتبي محمدي/ لښکرګاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل