1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانیې کې د اور لگیدنې له امله یو تن وژل شوی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۱۱, شنبه
https://p.dw.com/p/161uf

د هسپانیې په سیاحتي سیمه ماربیلا، کې د لگیدلي اور له امله د یوه تن د وژل کیدو او د نورو پنځو کسانو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. په رپوټونو کې راغلي دي چې په زورنو کسان د سیمي پريښودلو ته اړ شوي دي.

زیاته شوې ده چې شاوخو ۸۰۰ کسان چې پکښې د اور وژنې او د پوځ د بیړنیو مرستو عمله هم شامله ده د اور د وژلو هڅي کوي، پر دې سربیره ۳۱ الوتکې هم د اور د وژلو په هڅو کې مرسته کوي. د هسپانیې د چارواکو په وینا دغه اور د سختې گرمي او اوچ باد له امله د هسپانیې په سویلي برخه کې لگیدلی دئ.

زیاته شوې ده چې د اور له امله ۵۰۰۰ کسان خپلو کورونو پريښودولو ته اړ شوي دي. د رپوټونو په حواله د هسپانیې د مدیترانې لویه لار هم تیره ورځ د ترافیکو پرمخ تړل شوې خو د ماسپښین وروسته بیرته آزاده کړای شوه.