1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانيه کي په زرو کسانو د دولت د سپما پر ضد لاریون وکړ

۱۳۹۱ مهر ۹, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16Hor

تیره ورځ په هسپانیه کې په زرگونو کسانو په بودجه کي د سپما د پروگرام پر ضد لاریون وکړ. د شنبې د ورځي لاریون په تیرو پنځو ورځو کې دریم ستر لاریون وو، چې د دولت د سپما پروگرام پر وړاندي وشو. مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې د صدراعظم ماریانو راښوي دولت لیرې شي. مظاهره کوونکو همداشان غوښتنه کوله چې پارلمان دې منحل شي او نوی اساسي قانون دي جوړ شي. د تیري سه شنبې په ورځ د مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ په اخ او ډب کې ۱۴ تنه ټپیان شوي ول. پر هسپانیې سربیره د دولت د سپما ضد پروگرامونو پر وړاندي په پرتگال کې هم تیره ورځ لاریون شوی دئ.