1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانيه کي د ځوانانو بېکاري او لوږې

سيد رياض/ کريستيان اګناڅي۱۳۹۲ آذر ۴, دوشنبه

هسپانيه د یورو د ژغور له چتر څخه ووته، خو له بې روزگارۍ څخه د دغه هیواد د ځوانانو ژرغول نه معلوميږي. ډیری ځوانان بېکاره دي او د بې وزلۍ په حالت کې ژوند کوي. ځوانه معلمه بي آ، هڅه کوي چې یو ډول ځان له وضعیت سره برابر کړي.

https://p.dw.com/p/1AOIY
انځور: T. Wagner

په مارکیټونو کې له رومیانو څخه نیولې هر رنگه ترکاري تر سترگو کیږي چې د لمر په رڼا کې یې جلا ډیره زړه راکښونکي وي. د اندولس په ښار کې ژوند په دا ډول دی. خو د هسپانيې په یو شمیر ښارونو کې ناداره خلک د خځلو په کانتینرونو کې خوراکي مواد لټوي. بې آ، هم له د هغوی له جملې څخه ده چې د مارکیټونو مخ ته د خځولو د راټولو په هڅه کې وي.

بې آ، د گرانادا، په ښار کې اوسیږي. هغه باید بیړه وکړي چې د مارکیټ له مخې د خځلو له کانتينرونو څخه یو څه پیدا کړي تر څو د مارکیت د ساتونکو له خوا بیا له کوم جنجال سره مخامخ نه شي. دغه هغه ترکاري دي چې دوکاندارانو له کریټونو څخه د را ایستلو پر وخت ښه ترکاري د خرڅلاو له پاره ایښې ده او خرابه یې دغه کانتینر ته ورغورځولې ده. د بې آ، له پاره دا یوازینی چانس دی، چې د ټولي اوونۍ له پاره په وړیا توگه خوراکي مواد تر لاسه کړي.

بي آ، په يوه سمڅه کي ژوند کوي
بي آ، په يوه سمڅه کي ژوند کويانځور: T. Wagner

دغه دیرش کلنه هسپانوۍ ښځه، په اوونۍ کې یو وار لوی مارکیټ ته ورځي او له کانتینر څخه هر هغه څه چې د وړلو وس یې ولري، له ځانه سره وړي. زیاتره وخت د خځلو په دغو کانتیرونو کې ترکاري وي.

په اصل کې بې آ، د مادرید اوسیدونکي ده. هغې غوښتل چې معلمه شي. په ایټالیا کې هغې د کلتوري تاریخ په برخه کې زده کړي دي او په روم کې یې دیپلوم تر لاسه کړی دی. تر هغه وروسته بې آ، برلین ته کډه شوه او هلته یې د ژوندانه د ضرورتونو د پوره کولو له پاره په یوه کوچنۍ هټۍ کې کار پیل کړ. تر هغه وروسته بیا هسپانیې ته ستنه شوه او د گرانادا په ښار کې یې نوري زده کړې وکړې او د معلمۍ په دولتي امتحان کې بریالۍ شوه.

خو د اقتصادي بحران تر رامنځ ته کیدو وروسته هغه د دندي په موندلو و نه توانیده. د هسپانیې تر څنگ یونان، ایټالیا او پرتگال په شان هیوادونه هم له اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي.

بې آ، د ژوندانه د چارو د سمولو له پاره د ځیني کارونو د ترلاسه کولو فرصت هم لري. د دوبي په موسم کې هغه په فرانسوي ځمکو کې د حاصلاتو د راټلونکي په توگه کار کوي تر څو یو څه پسې تر لاسه کړي او د خپل ژوندانه ضروروتونه پرې پوره کړي. هغه په دغو پیسو باندې ځیني کتابونه رانیسي او یا د راډیو له پاره بیټرۍ چې په سولر انرژۍ کار کوي.

هغه ډیر اهداف او هیلي نه لري او وایي: «زه ډیره په شک او تردید کې یم، خو د دې خبر تصور لرم، چې یو وخت وروسته خپل کور ورغوم، خپل خواړه خپله تیار کړم او خپله کورنۍ ولرم.»

بې آ، د خپلې خوښې په مسلک کې پر زده کړو سربيره په دغه مسلک کې د دندي په پیدا کولو نه ده توانیدلې.