1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هره ولسوالي کي که کوکنار وکرل سي، مسوولين به يې له دندو ګوښه سي

مجتبی محمدي/ هلمند۱۳۹۲ آبان ۱۶, پنجشنبه

د هلمند ولايت چارواکي وايي چي که په کومه ولسوالي کي يې کوکنار وکرل سي دولتي مسولین به يې نه یوازي له دندو ګوښه کړي، بلکي څارنوالي ته به يې هم ور و پیژني . د دغه ولايت امنيتي مسولين وايي چي په ډيرو سيمو کي ستونزي لري.

https://p.dw.com/p/1ADQB
انځور: AP

د هلمند والي محمد نعيم د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو له مسولينو سره د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۶) په يوه غونډه کي وويل چي که سږکال د هري ولسوالۍ په اړونده سيمه کي کوکنار وکرل سي، مسولين به يې له دندو څخه ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي کړي:

«د هري ولسوالۍ ولسوال او نور مسولين بايد په دې پوه وي چي که په سيمه کي يې دغه بوټي وکرل سي له دندو څخه به يې ليري کړي.»

والي زیاته کړه چي په دې ولايت کي د پرتوستونزو په نه حل کولو کي دولتي چارواکي پړ دي. د هغه په خبره ځايي خلکو په هره برخه مرسته ورسره کړې ده خو دولت يي د غوښتنو په پوره کولو کي پاته راغلی دی.

هغه وويل: «ولسي خلک هیڅ ملامتي نه لري ټولي ستونزي په دولتي چارواکو کي دي، تاسي وګورۍ دغه د سیمي خلک ول چي د دولت په غوښتنه يې تیرکال په مارجه، نادعلي اوناوه ولسواليو کي کوکنار نه وکرل.»

له افغاني تارياکو څخه څو ډول نشه يي توکي جوړيږي
له افغاني تارياکو څخه څو ډول نشه يي توکي جوړيږيانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

امنيتي ستونزي

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي له دې سره سره چي د ولسواليو د امنيې قوماندانانو ته د کوکنارو د کرلو په صورت کي له دندي څخه د لېري کولو ګواښ کوي خو وايي چي دوی په يو شمېر ولسواليو کي امنيتي ستونزي لري.

د دغه ولايت د ۶ سرحدي زون قومندان سلطان محمود محمود، وايي چي دوی داسي شواهيد لري چي په دې ولايت کي وسله وال په زور سره کرونده ګر د کوکنارو کرولو ته هڅوي.

هغه زياته کړه چي په دغه ولايت کي داسي سيمي هم سته چي د وسله والو تر تهديد لاندي دي او هلته د امنيتي ځواک لېږل او ځای پر ځای کول ستونزمن کار دی.

د کوکنارو کښت نور هم زيات سوی

د هلمند ولايت چارواکي په داسي حال کي د ولسواليو مسولينو ته په سيمه کي يې د کوکنارو د کرلو په صورت کي له دندو د ګوښه کېدو ګواښ کوي چي تيره اوونۍ د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمنو سره د مبارزې اجرايي مدير يوري فيدوتف، وويل چي په افغانستان کي د کوکنارو کښت نور هم د پراخېدو په حال کي دی.

هغه د امريکايي رسنيو په حواله وويل چي د نوومبر مياشتي په لومړيو کي به داسي یو راپور خپور سي چي پکښې په افغانستان کي د کوکنارو کښت د زياتوالي شمېرې راغلي دي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی دی چي په روان کال کي نه يوازي د افغانستان په جنوب په ځانګړې توګ هلمند ولايت، بلکي د دغه هيواد په شمال کي هم ډېر کوکنار کرل سوي دي. د دغه سازمان د شمېرو له مخي په ۲۰۱۲ کال په افغانستان کي د کوکنارو کښت ۱۸ سلنه زيات سوی وو چي دا د ۲۰۱۱ کال په پرتله زيات وو.

فيدوتف، وويل چي افغانستان په نړۍ کي د ترياکو ستر توليدونکی هيواد دی. په ۲۰۱۲ کال کي په نړيواله کچه د دغه هيواد له ترياکو څخه د جوړو سوو مخدره موادو کچه ۷۵ سلنه وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب