1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هره دقيقه کښي يو انسان په وسله وژل کيږي

۱۳۹۱ مرداد ۸, یکشنبه

له هغه وروسته چي د وسلو د نړيوالي سوداگرۍ د کنترل پر سر د ملگرو ملتونو په کنفرانس کښي موافقه و نه سوه، د بخښني نړيوال سازمان امريکا، روسيه او چين گرم وگڼل چي دوی د نړي له ثبات سره ليوالتيا نه لري.

https://p.dw.com/p/15gEg
انځور: picture-alliance/dpa

په داسي حال کي چي په نړۍ کي د وسلو د استعمال له امله د نړۍ امن او ثبات له سخت گواښ سره مخامخ دي، د وسلو د سوداگريو کنترول پر سر د ملگرو ملتو يو کنفرانس ناکامه شو.

د بخښني نړيوال سازمان د دي کار ملامتيا د نړۍ پر سترو ځواکونو واچوله. د هغه سازمان د الماني څانگي، يوي استازي، کاترينا شپيز چي د وسلو د صنعت کارپوهه ده، وويل :«دا سخته د غوسي خبره ده چي د نړۍ سترو ځواکونه د تړون پريکړه وځنډوله.» هغي وويل: «په هره دقيقه کي يو انسان په وسله وژل کيږي. دوی څومره نور وخت غواړي؟»

د بشري حقونو نوموړي مدافعي، يادونه وکړه: «دا چي د وسلو د سوداگريو پر سر نړيوال کنترول نسته، په افغانستان، سوماليا، کانگو او يا په کولمبيا کي جگړه ماران په آساني سره وسلي تر لاس کولای سي.»

د بخښني د نړيوال سازمان نوموړي استازي زياته کړه.« د دغي غير انساني سوداگرۍ له امله نن په ميليونو انسانان له خپلو ټاتوبو، کليو او بانډو څخه تېښتو ته مجبوره شوي، ځيني وژل کيږي او ځيني ټپيان کيږي او ځيني نور په ډار او انديښنو شپي او ورځي سبا کوي.»

هغي وويل چي د تيري جمعي تر ورځي پوري پوره يو مياشت د وسلو د سوداگري د کنترول پر سر د ملگرو ملتو په مقر، نيويارک کي خبري وشې، خو په پای کي يوازي د څو محدودو هيوادونو د منفي دريځ له امله پر وړاندي شوې مسودې باندي موافقه ونه شوه.

د وسلو ضد فعالينو د ويناو له مخي متحده ايالات، روسيې او چين غوښتنه وکړه چي هغوی زيات وخت ته ضرورت لري، ترڅو د وسلو د کنترول له پاره مسوده شوې موافقه ترغورلاندي ونيسي. د د دغي مسودې له مخي بايد د وسلو نړيوالي سوداگري چي تر ۶۰ ميليارد ډالرو پوري ارزښت لري، نړيوال کنترول ټينگ شي.

خو نه يوازي سترو وسله توليدونکو هيوادونو له دغي مسودې سره موافقه ونه کړه، خو ځينو نورو لکه سوريې، شمالي کوريا، ايران، مصر او الجزاير هغه اساساً رده کړه. د بشري حقونو د فعالينو د وينا له مخي، که چيري دا کار نه وای شوی، نو ډير زيات امکان ئې درلود چي دغه مسوده د ملگرو ملتو د عمومي اسامبلي ۱۹۳ غړو به هغه د روان ميلادي کال تر پايه پوري تصويب کړي وای.

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو وستر ويله پرون وويل: «زه ډيره خواشينی يم چي د وسلو د نړيوالي سوداگرۍ په هکله تړون له ناکامۍ سره مخامخ شو.» وستر ويله زياته کړه: «المان تر پايه ډير زياته هڅه وکړه چي له لوړو معيارونو سره يو تړون لاس ته راشي. خو وروسته له دي به هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، چي د وسلو د سوداگرۍ په هکله يو الزامي تړون د ټولو له خوا ومنل شي.»

د ملگرو ملتو عمومي منشي هم خپله سخته خواشيني څرگنده کړه. خو په عين وخت کي ئې هيله څرگنده کړه چي د ملگرو ملتو غړي به تر دې وروسته هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ترڅو د وسلو پر نړيواله سوداگرۍ باندي کنترول او څارنه ټينگه شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل