1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي پنځوس ټنه چاوديدونکي مواد نيول سوي

۱۳۸۹ شهریور ۱۱, پنجشنبه

دغه مواد په هرات ښار کي د تصفوي عملياتو په ترڅ کي نيول سوي دي او په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيول سوي په داسي حال کي چي ټول چاوديدونکي مواد هم تازه ښارته ننوتي ول.

https://p.dw.com/p/P2Po
په هرات کي نيول سوي مهمات
په هرات کي نيول سوي مهماتانځور: DW

د ملي امنيت د چارواکو په خبره په زيرمي کي يې په زرګونه مرمۍ، سلګونه راکټونه او مینونه نيولي دي.

د هغوی په خبره په زيرمو کي چاوديدونکي توکي هم ول چي تازه ښارته را دننه سوي ول او ښايي د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځو کي يې د تروريستي بریدونو د تر سره کولو په نیت ځني کار اخستی.

په دغو وسلو او مهماتو کښي لري ویشتونکي سکر۲۰ډوله مزائیلوپه شمول ګڼ شمیرمختلف ال ډوله وسلو مرمي، باروت، اوماينونه شامل دي.

د هرات د والي ویاند نقیب الله اروین دويچه ويلي ته وويل « له نیکه مرغه ملی امنیت د خپلو هڅو په ترڅ کي د یو لوی تروریستي برید مخه ونیوله.»

هغه وويل په درو بوجیو کي ۱۵۰کیلو باروت، ۲ فیره سکر توغندی، ۱۲حلقې د ټانګ او پرسونل ضد ماينونه، ۶ فیره بې ام یو مزائیل، ۱۶ د ابوس توپ خستی او۳۴ د هاوان مرمۍ، ۲۷ د RPG7 راکټ مرمې،۴۴ د انفجاریه موادو تر ټولو خطرناک ډول توروتیل کلچې، او۱۶۰۰۰ بیلابیل ډول وسلو مرمۍ نیول سوي دي.

د والي ویاند دا د خپلو امنیتي مامورینو تر ټولو لویه بریا وګڼله زیاته يې کړه چي د ولسي جرګې د ټاکنو په درشل کي یې د یوه ورانکاره برید له شره هیوادوال وژغورل.

د وسلو سره په تړاو څوک ندي نیول سوي مګرد لټون علیات يې د وام لري.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل