1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د ښځينه پوليسو پر موټر چاودنه سوې

۱۳۹۰ مهر ۷, پنجشنبه

د هرات ښار هوايي دګر د ښځينه عملې پر موټر د سړک د غاړي يو ماين چاودلی او سخته مرگ ژوبله يې اړولې ده. په چاودنه کي د دوو ښځينه پوليسانو په گډون يو ملکي کس وژل سوی او ۱۰ نور ټپيان دي.

https://p.dw.com/p/12imL
په هرات کي د يوې بلي پيښي انځور
په هرات کي د يوې بلي پيښي انځورانځور: AP

چاودنه د سهار پر اونيمو بجو د هرات ښار او هوايي ډګر ترمنځ لار کي د پوليسو دعملې پر موټر رامنځته سوه، چي ورسره په خواکي د ملکي کسانو يو ټر هم تخريب سوی دی.

د هرات د هوايي ډګر د اپراتيفي کنډک مشر سيد ولي شاه، دويچه ويله ته وويل، په پيښه کي يي ۷ تنه عمليه د ۶ ښځينه وو په شمول مړه او ټپيان دي.

د هرات د حوزوي روغتون وياند ډاکټرمحمد رفيق شيرزي په هرات کي دويچه ويله ته وويل:

« د چاودني له ځايه ۳مړي، چي يو ملکي موټرچلونکی ۲ ښځينه پوليساني۱۰ ټپيان راغلي چي په دغو کي هم څلور ښځينه پوليس او پاته ۶ تنه ملکي وګړي دي»

ده په ټپيانو کي د څوتنو روغتيايي حالت نازک وباله او ويې ويل سم د ستي تر درملني لاندي.

د پيښي يو ټپي، چي دده په وينا په هوايي ډګر کي يې د ژباړونکي دنده لرله وويل چاودنه زوروه.

دا په داسي حال کي ده، چي دوې ورځي مخکي د هرات د شنډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کي د واده د مراسمو پر يوه موټر د سړک د غاړي ماين وچاود يد، او د مېرمنو او ماشومانو په گډون يې ۱۶ تنه ووژل او ۴ نور پکښي ټپيان سول.

د يادونوي وړ ده چي د نن ورځي د پيښي پړه تر اوسه پوري چا په غاړه نه ده اخستې.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل