1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د هند پر کونسلگرۍ يرغل سوی دی

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۲, جمعه

په نوي ډهلي کي د هندوستان د بهرنيو چارو وازرت ويلي دي چي په هرات کي د دوی پر کونسلگرۍ باندي وسله وال يرغل سوی دی. ويل کيږي ټول بريد کوونکي وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1C4xq
انځور: Reuters

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي د جمعې په ورځ سهار وختي په هرات کي د دوی پر کونسلگرۍ باندي وسله وال بريد سوی دي او بې له بريد کوونکو څخه بل څوک وژل سوي يا ټپيان سوي نه دي.

هندوستان تر دې دمخه په افغانستان کي پر دوی باندي په بريدونوکي د پاکستان امنيتي ارگانونه تورن کړي دي، او دغه يرغل څو ورځي ترهغه وروسته تر سره کيږي چي د هندوستان نوي لومړي وزير نريندر مودي د راتلونکي دوشنبې په ورځ د خپلي لوړي کولو مراسمو ته د پاکستان لومړی وزير نواز شريف هم وربللی دی.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد اکبرالدين د «NDTV» تلويزيون ته ويلي دي چي د هرات پر کونسلگرۍ باندي د يرغل په لومړی سر کي يو وسله وال د کونسلگرۍ د ساتونکو له خوا ووژل سو. هغه ويلي دي «افغان او هندي امنيتي ځواکونه په دې توانېدلي دي چي د وسله والو يرغل کوونکو چي غوښتل يې کونسلگرۍ ته ننوځي د يرغل مخه ونيسي.» د هغه په خبره په يرغل کي د کونسلگرۍ مامورينو ته تاوان نه دی رسېدلی.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې ده چي درو تنو وسله والو کسانو کونسلگرۍ ته نژدې د يوه کور له بامه څخه پر کونسلگري باندي د اوږې د سر راکټ او سپکو وسلو فيرونه وکړل او دغه جنگ څو ساعته دوام کړی دی.

داسي ويل کيږي چي په دغه بريد کي د کونسلگرۍ يو افغان ساتونکی ټپي سوی دی. د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه اخيستې نه ده.

دا لومړی وار نه دی چي په افغانستان کي د هندوستان پر يوې کونسلگرۍ باندي وسله وال يا ځانمرگی يرغل کيږي. د تيرکال په اگست مياشت کي په جلال آباد کي د هندوستان پر کونسلگرۍ باندي ځانمرگي بريد وسو چي په پايله کي يې ۹ تنه ملکي کسان چي اووه تنه يې کوچينيان ول ووژل سول.

په ۲۰۰۸ کال کي په کابل کي د هندوستان پر سفارت باندي د يوه موټر بم په چاودنه کي لږ تر لږه ۶۰ انسانان ووژل سول، او پر دغه سفارت باندي په ۲۰۰۹ کال کي هم ځانمرگی بريد وسو. په ۲۰۱۰ کال کي په کابل کي پر دوو مېلمستونونو باندي چي هغه هم په هنديانو پوري اړه لرله يرغلونه وسول.

هند په افغانستان کي د طالبانو رژيم يو له اصلي دښمنانو څخه وو او پاکستان بيا د طالبانو يو له مهمو متحدانو څخه وو. هندوستان د پاکستان پر امنيتي ځواک تور لگوي چي په افغانستان کي د دوی پر ماموريت باندي په يرغلونو کي لاس لري.

په افغانستان کي د طالبانو رژيم تر نسکورېدو وروسته هندوستان د افغانستان په بيا رغاونه کي تراوسه پوري نژدې ۲ ميليارده ډالره مرسته کړې ده او اوس هم د افغانستان له اړخه ورڅخه غوښتنه کيږي چي د وسله وال ځواک په تجهيز کي مرسته ورسره ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل