1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي دمعتادينوشمير تر 50000 تنو هم اوړي

۱۳۸۹ مهر ۲, جمعه

پردغه تعداد سربیره د هغوددرملني دپاره دشهامت په نامه يوازي يو مرکزوجود لري، چه يو کاله دمخه دعامي روغتيا دوزارت په چوکاټ کي ديوې خيريه موسسې لخواجوړسو

https://p.dw.com/p/PLWB
انځور: GTZ

د شهامت کلنيک پر يوه وخت د20 تنو ناروغانودبسترځای لري ، خو اوس په دغه هرات کي مربوطه مامورين په نژدې راتلونکي کي ديوه روغتون اود هغه په ولسواليانوکي دکلنيکونودجوړولو خبره کوي . د شهامت په مرکزکي دامهال 13 ښځي هم ترتداوی لاندي دي

سيامو نومي 23کنلنه ميرمن چه دمخدره موادو د معتاد کيدو له کبله د شهامت په روغتيايی مرکزکي ديوتعداد نوروميرمنو سره بستروه، دويچه ويله راډيوته يې دخپل ژوندتريخ نکل په داسي الفاظوووايه،

«اوس يوازي يم ، داعيتاد له کبله مي خاوندتلاق راکی، وروڼه، مور،اوټولوخپلوانومخ راڅخه ګرځولی دی . کوچنی لورمي راسره ده»

سيامواوس دروغتون مخصوص کالي اغوستي، يونيم کلنه لور يې ترڅنګ نيولې وه دويچه ولي راډيوته يې وويل چي په پيغل توب کي روغه رمټه وه ،دميړه کورته ترتلووروسته هلته دکورنی ټول غړي لکه خواښي، خسر، ميړه اونورو د کرستالو نشه کوله، او کرار کرار زه هم په اخته سوم ، ترڅودژوند دبدمرغيوسره مخامخ سوم .

دشهامت روغتيايي کلنيک په هرات کي يوازينی دمعتادومريضانودتداوی مرکزدی، چه يو کال دمخه پرانستل سو .

دکلنيک سرطبيبه مستوره حاجي زاده وويل ،چي يوازي د20نارجوړانو دتداوۍ ځای لري . اوس 13ناروغان ورسره بستردي چه 6يې ښځي او ۷تنه يې کوچنيان دي، دا اضافه کوي ،

«دميرمنوترڅنګ دلته نجوني اوهلکان د13 او17کلونوترمنځ کوچنيان ترتداوۍلاندي دي . تداوي يې درې مرحلې لري .ترتداوي مخکي، دتداوۍ پرمهال اوترتداوۍ وروسته دناروغانوڅارنه»

ډاکټرمستورې داداري رازله کبله دپروژې مالي لګښت ونه وايه ،مګرزياته يې کړه چي ديوې انجيو لخوا مالي کومک ورسره کيږي . دناروغانومعالجه يې وړياده.

دشهامت په مرکزکي ډير مريضان د ژوند څخه ستړي ،ښه ښه نيمچه ځوانان مګر خواماتي او فکروړي ښکاري .خو13 کلن توريالی لکه چه ددغه عمل د خطرونو څخه بې خبره ؤ، دا چه دی په نشوڅنګه اخته سو، پخپله به راته ووايی ،

«مورمي کرستال استعمالول، دود يې پر ماتاثيروکی ،دلته دعلاج دپاره راغلی يم»

خودهرات ښارباغ دشت اوسيدونکې سيما بياوويل، دنارورغۍ پر مهال يې د دوا دنه موجوديت په وجه نشه يي مواد کارولي دي،

«خاوند مي د پخوا څخه عملي ؤ، دهغه دکرستالودود پر مهال زماځان دردکاوه دتابليټو قدرت يې نه درلودی، مابه هم يو دود ورسره کش کی ،څومعتاده سوم»

په هرات کي دمخدره موادودمبارزې لوی رئيس جيلاني دقيق دڅه دپاسه 50000معتادينو تعداد تائيد کی ،ويې ويل په هرات کي دداډول مريضانو دپاره سږکال ديوه مجهزروغتون دجوړښت کار ران دی، اونورپلانونه يې هم تر لاس لاندي نيولي دي. دی اضافه کوي ،

«د بده مرغه موږمعتادين لرو ،مګرپه دولتي چوکاټ کي د تداوۍ دپاره مخصوص روغتون نلرو. پيشنهادونه مومرکزي ادارې ته ورکړي، د وعدې سره سم به يوروغتون اوپه څوولسواليوکي روغتيايي کلنيوکونه راته جوړکړي»

دقيق زياته کړه ،افغان حکومت مشکل ته په پام سره دنړيويوالي ټولني په مرسته معتادينوته ددرملني ترڅنګ دکاري بوختيا دزمينې برابرول هم په پلان کي لري.

شريف شرفيار

کتونکی : محمد قاسم نوري