1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات او بادغيس کي ۲۰۰ تنه طالبان ملکي ژوند ته گرځېدلي

۱۳۹۰ آذر ۲۸, دوشنبه

د يوې اونۍ په اوږدو کي يوازي په بادغيس او هرات کي د څو ډلو په ترکيب کي نزدې ۲۵۰تنو وسله والو طالبانو وسلې پر ځمکه ايښي او عادي ژوند يې غوره کړی دئ.

https://p.dw.com/p/13VKU
په هرات کي د تسليم سوو طالبانو يوه ډله
په هرات کي د تسليم سوو طالبانو يوه ډلهانځور: DW

په داسي حال کي چي په قطر کي طالبانو ته د يوه سياسي مرکز يا ادرس د جوړېدو راپورونه ورکول کيږي د افغانستان په ګوټ، ګوټ کي له مخالفينو سره د دولت د روغي جوړي لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د بادغيس د والي وياند شرف الدين مجيدي، دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي تسليم شويو کسانو مخکي په قادس ولسوالۍ کي د حکومت خلاف جګړه کوله او اوس د ولسي مشرانو په منځګړيتوب له دولت سره يو ځای سول.

د هغه په خبره يادو کسانو خپلي ټولي درنې او سپکي وسلې دولت ته وسپارلې.

Flash-Galerie Taliban legen Waffen nieder
انځور: DW

«۲۰۳ تنه وسله وال چي تير مهال يې قادس ولسوالۍ کي فعاليت لاره د ۱۶ ډلو په ترکيب کي د هغوئ د ۴ تنه قوماندانو په شمول ملکي ژوند ته راوګرځېدل. د دې ډلو مشران، محمد يوسف، حافظ ګل بدين، امان الله او ملاعبدالله دي چي سوله ييز ژوند يې غوره کړئ او هغوئ ته معتبره باور ليکونه ورکړل سول.»

تسليم شوي طالبان وايي، له دولت سره ستونزه نه لري، بلکي د يو شمېر ځايي دولتي مامورينو بد سلوک او څه نورو عواملو په خاطر يې وسلې غاړي ته اچولي وې.

د بادغيس د والي وياند وويل، تسليم شويو کسانو له ځان سره ۱۰۷ميله کلاشنکوف ۲۱ ميله توپنګچې،۲۱ ميله ماشيدندار او ګڼ شمېر دهشکې، راکټونه او نوري درنې وسلې او مهمات له ځان سره راوړل.

دغه راز په هرات کي هم د طالبانو يوه لس کسيزه ډله ملکي ژوند ته ګرځېدلې، د هرات والي داود شاه سبا وويل، دغي ډلي د ارباب گل احمد په مشرۍ په ادرسکن ولسوالي کي فعاليت لاره.

Taliban Afghanistan Flash-Galerie
انځور: DW

په هرات کي د سولي د عالي شورا يوه غړي مولوي شمس الدين دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، له ګڼو نورو طالبانو سره يې هم د روغي جوړي خبري رواني دي.

هغه طالبان چي ملکي ژوند ته را ګرځي لومړني مرستي ورکول کيږي. قوماندان ته يې د مياشتي ۱۰ زره او افرادو ته يې د مياشتي ۵ زره افغانۍ ورکول کيږي.

د هرات د چارواکو په خبره په روان کال کي په هرات او بادغيس ولايتونو کي تر۵ سوه زيات نور طالبان هم له دولت سره يو ځای سوي، چي په خبره يې ځيني يې اوس مهال د ولسي ملاتړ پوليسو په چوکاټ کي فعايت کوي او يو شمير يې ملکي ژوند غوره کړی دئ.

خو د طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا رسنيو ته ويلي دي، چي د دوئ هيڅ کوم سړی دولت ته نه دی اوښتئ.

شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل