1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په نړۍ کي هر دريم کوچنی نه دی ثبت»

احمد ولي اڅکزی/ ميریم۱۳۹۲ آذر ۲۱, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ملاتړ صندوق وايي چي تر پنځو کلونو د لږ عمر ماشومانو هر دريم په رسمي توگه نه دی ثبت. د یادي ادارې په وينا دغه نه ثبتونه د کوچنيانو له پاره د ډېرو بې عدالتيو سبب گرځي.

https://p.dw.com/p/1AY57
انځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

د ملګرو ملتونو د يونيسف ادارې له خوا تر سره سوې يوه څېړنه ښيي چي په نړۍ کي تقريباً۲۳۰ ميليونه ماشومان داسي دي چي په رسمي ځايونو کي ثبت نه دي. د ملگرو ملتونو دغه اداره وايي چي ياده شمېره د هغو ماشومانو ده چي پنځه کلنۍ ته نه دي رسېدلي. د دغي ځانگړي څېړني بشپړي پايلي به د يونيسف د ۶۷مي کليزي پر وخت په نيويارک کي وړاندي سي.

د دغي ادارې يو کارکوونکی يورگن شيوبلين وايي: «دا هغه کوچنيان دي چي په اصطلاح په حساب کي نه راځي.» دی زياتوي «هغه څوک چي له سره په حساب کي نه راځي نو بيا هيڅ ډول حقونه هم نه ورکول کيږي.»

راجيستر کول يو بشري حق دی

د يونيسف په وينا هغه کوچنيان چي ثبت سوي نه وي هغوی و ښوونيزو، صحي او ټولنيزو جوړښتونو ته لاس رسی هم نه لري. يورگن شيوبلين وايي چي «هغه هيوادونه چي خپل نوي زېږېدلي کوچنيان، لوی کوچنيان، ځوانان او لويان د راجستر په رسمي کتابونو کي نسي ثبتولای او هغوی ته رسمي اسناد نسي ورکولای، په اصل کي دغه کسان له يوه بنسټيز حق څخه محروموي.»

د ثبتېدنې حق د ملگرو ملتونو د ماشومانو په کنوانسيون کي هم ځای لري. د دغه کنوانسيون په ۷مه ماده کي راغلي دي چي «هر ماشوم بايد تر زېږېدلو وروسته راجستر سي.» د دغه کنوانسيون له مخي هر ماشوم د نوم درلودلو او د «يوه هيواد د تابعت لرلو حق لري.» د امريکا متحده ايالت او سوماليا پرته د نړۍ ټولو هيوادونه د ملگرو ملتونو له خوا د ماشومانو دغه کنوانسيون لاسليک کړی دی.

د يونيسف د څېړنې له مخي د افريقا په ستره وچه او د آسيا او لاتين امريکا په يو شمېر سيمو کي و رسمي ثبتونې ته اړينه پاملرنه نه کيږي. په ټوله نړۍ کي د هغو لسو هيوادونو څخه چي و ثبتونې ته تر ټولو کمه توجه کوي اته يې افريقايي هيوادونه دي. په سوماليا، ليبېريا او ايتوپيا کي تقريباً صرف هر لسم نوی زېږېدلی کوچنی ثبتيږي. په زامبيا، چاد، تانزانيا، گينيا بيساؤ او کانگو په جمهوريت کي دغه شمېره صرف د ۱۴ او ۲۸ فيصدو تر منځ ده. يمن او پاکستان هم په هغو هيوادونو کي شامل دي چي پکښې د ثبتونې تر ټولو کمي شمېري تر سترگو کيږي.

بې وزلي او تعصب

د کوچنيانو د نه راجيستر ستونزه په سومالیا کي ډېره ده
د کوچنيانو د نه راجيستر ستونزه په سومالیا کي ډېره دهانځور: A.Moisés

د يونيسف همکار يورگن شيوبلين دويچه له دويچه ويله سره په مصاحبه کي د دغې څېړني په هکله وويل چي د کوچنيانو نه ثبتونه د هغوی له پاره زياتي ستونزي زېږوي. دا چي کوچنيان ولي نه ثبتيږي په هکله يې شيوبلين زياته کړه: «زياتره وخت يې وجه دا وي چي خلک په کليو او يا هم د لويو ښارونو پر څنډو پرتو بې وزلو ښاري برخو کي ژوند کوي. دغه کسان په آساني سره ځان د ثبتونې و دفاترو ته نسي رسولای.» د شيوبلين په وينا په زياته بيا د ليري پرتو سيمو خلک بايد اوږد مزلونه ووهي تر څو د ثبتونې رسمي دفترونو ته ځان ورسوي. زياتره دغه خلک بې وزله وي او د سفر له پاره پيسې نه لري او له همدې کبله يې ماشومان بې ثبته پاته وي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي چي هغه ماشومان چي ثبت سوي نه وي، هغوی د انسانانو د قاچاق کوونکو په منگلو کي هم په آساني سره لويږي. په ۲۰۱۰م کال کي په هايټي هيواد کي تر زلزلې وروسته گڼ شمېر ماشومان بې مور و پلاره پاته سول. د شمالي امريکا يو شمېر مجرمو ډلو هڅې وکړې چي دغه کوچنيان چي هيچيري ثبت نه ول، له هايټي څخه وباسي او خرڅ يې کړي. د دغه کار د مخنيوي له پاره هغه وخت يو شمېر فعاليتونه پېل سول چي دغه ماشومان وژغوري.

ملگري ملتونه هڅه کوي چي په دقيقه توگه د ماشومانو د ثتبېدلو وجوهات معلوم کړي او د دغې ستونزي د اوارۍ له پاره عملي گامونه پورته کړي.