1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په نړۍ کي د چاغو ماشومانو شمېر مخ پر وده دی

۱۳۹۶ مهر ۱۹, چهارشنبه

د یوې نوې څېړني پایلې ښيي، په داسې حال کې چې په بډایه هیوادونو کې د ماشومانو چاغښت خپل اوج ته رسیدلی دی، په مخ پر وده هیوادونو کې هم ماشومان په مخ پر ډیریدونکي ډول د چاغښت په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/2lcld
Übergewichtige Person
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen

اوس هم په نړۍ کې ډیر ماشومان تر هغه چې باید وزن ولري لږ وزن لري، خو څیړونکي وایي چې که حالات په همدې ډول پاته شي نو دغه څه به تر ۲۰۲۲ کال پورې بدل شي.

په بریتانیا او د روغتیا په نړیوال سازمان کې څیړونکو د تر۲۴۰۰ ډیرو څیړونو موندني ارزولي دي چې په پایله کې یې د نزدې ۳۲ میلیونه ماشومانو وزن او قد په اړه معلومات ترلاسه کړي دي. دغه ماشومان له ۵ کلنۍ تر ۱۹کلنۍ تر منځ دي. هغوی په دې ترتیب سره داسې ماډلونه رامنځ ته کړي دي چې له ۱۹۷۵کاله بیا تر ۲۰۱۶ کاله پورې د «بدن د حجم شاخص» یا د قد او وزن اندازه، تشخیصیږي.

د څیړنې له مخې د پرمختللو هیوادونو په منځ کې په انګلستان کې ۱۰ سلنه او په امریکا کې ۲۰ سلنه ماشومان او تنکي ځوانان ډیر وزن لري. دا د پخوا په پرتله ښه خبر دی. خو څیړونکي یې په اړه په احتیاط سره خبرې کوي.

د لندن له امپیریل کالج او د نوې څیړنې د لیکونکو له ډلې څخه مجید عزتي، وايي: «دا ښيي چې د چاغښت په اړه یو څه کیدای شي خو که سړی دا یو ښه خبر وبلي نو مبالغه به یې کړي وي.»

هغه زیاته کړې: «دا هم یوه ډیره لوړه کچه ده او موږ نه غواړو چې دا همدومره لوړه پاته شي. موږ غواړو چې هغه [د ډیر وزن لرونکو سلنه] نوره هم راکښته شي.»

عزتي او د څیړنې نورو څیړونکو موندلې ده چې په اسیا، شمالي افریقا او منځني ختیځ کې د چاغښت کچه مخ پر لوړیدو ده. په ۱۹۷۵م کال کې په نړیواله کچه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په منځ کې د چاغښت کچه یوازې یو سلنه وه، خو اوس دغه سلنه د هلکانو په منځ کې اته او د نجونو په منځ کې شپږ سلني ته رسیدلې ده. ساینسپوهان وایي چې دا سلنه ښيي چې په ټوله نړۍ کې نزدي ۵۰ میلیونه نجونې او ۷۴ میلیونه هلکان ډیر وزن لري.

تیر کال تر ټولو چاغ ماشومان په ناورو، کوک ټاپوګانو او پالو کې ول. دا ټولې سیمې په میکرونزي او سویلي ارام اقیانوس کې پراته واړه ټاپوګان دي.

له بلې خوا بیا هغه هیوادونه چې پکښې تر ټولو ډیر کم وزن لرونکي ماشومان ژوند کوي هندوستان، پاکستان، بنګله دیش او افغانستان دي. په سویلي اسیا کې نزدي ۲۰ سلنه نجونې او ۲۸ سنله هلکان یا خو نسبې او یا هم په جدي توګه کم وزنه دي. له همدې کبله هغوی د ناروغیو پر وړاندي لږ مقاومت لري او د تنکیو ځوانو نجونو په مورد کې بیا کیدای شي چې د حامله ګې په دوران کې له ستونزو سره مخامخ شي.

دغه څیړنه د سه شنبې په ورځ د «لنسیت» په مجله کې خپره شوې ده.

یو شمیر کارپوهان وایي چې هغه هیوادونه چې پکښې د ماشومانو د چاغښت کچه لوړه ده، باید پر غیر صحی خوړو باندي مالیه لوړه کړي. دغه ډول مالیې په مکسیکو، سویلي افریقا او بریتانیا کې لا وختي معرفي شوي دي.

د بریتانیا د چاغښت ملي فورم مشر تم فري، ویلي دي: «که تاسو د چاغښت په اړه څه نه کوئ، نو تاسو هغه ستونزې چې وروسته له چاغښته رامنځ ته کیږي، زیاتوئ، د بیلګې په توګه د شکر ناروغي.»

عزتي وایي چې هیوادونه باید د صحي خوړو بیې ټيټې کړي: «او که یو سړی غریب وي، نو د صحي خوړو خوړل ورته ډیر ستونزمن دي.»